د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د اپرېل ۱۴مه)


سټارټ فور

امريکايي تنک تينک سټارټ فور وايې د اپريل پر شپږمه د واوري د غر راپريوتو له امله د ۱۲۴ پاکستاني عسکرو د لټون او ژغورلو لپاره امريکا د کارپوهانو اته کسيزه ډله سيمي ته وليږله.


د ادارې په وينا امريکا دا ګام په داسي وخت کې واخستۍ چې دواړه هيوادونه د اړيکو د ښه کولو لپاره په خبرو اترو لګياوو.

تنک ټنک وايې ميډيا د پاکستان د لاري د نیټو د سامان وړلو پر ممکنه بحالي زياته توجو ورکړې ده خو ددې مسئلې پراخ تصوير يې له پامه غورزولۍ دۍ.


اداره زياتوي چې د سامان وړلو د درولو خبره ځکه بې ارزښته وه چې بيا هم دا د پخواني شوروي اتحاد له سيمو او هوايې لارو څخه افغانستان ته وړل کيدل او دا هغه څه دي چې پاکستان ورباندي ډير ښه پوه هم دی.


د تنک ټينک په خبره د پاکستان ولسي حکومت اوبامه انتظاميه له غير تحريري او غير واضح تړونونو څخه ليري ساتي ځکه په پخوا کې داسي تړونو امريکايې ځواکونو ته په پاکستان کې په خلاصه خپه د کاروايې کولو آزادي ورکړې وه.

اداره امريکايې حکومت ته سلا ورکوي چې د پاکستان ولسي حکومت کمزورۍ کول يې په ګټه نه دی ځکه دا حکومت له داسي خلکو څخه جوړ دی چې له سخت دريځي او ترهګري سره نظرياتي اختلاف لري.


د ادارې په وينا واشنګټن ته پکار دی ولسي حکومت پياوړي کړي چې هغه دا هيواد د نوري خرابۍ پر لور له تلو څخه وګوري.

ګارډین

برتانوي ورځپاڼي ګارډين بيا د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه خبر را اخسته ده چې ويلي وو تر ټاکل شوې مدې يو کال له مخه د چوکۍ پر پريښودلو سوچ کوي.


د ورځپاڼي په وينا حامد کرزي دا دليل ورکړی چې غواړي دده پر ځای ټاکل شوي ولسمشر ته دا موقع په لاس ورشي چې د بهرنيو ځواکونو د وتو وروسته حالات سم قابو کړي.



د افغانستان د ولسمشری ټاکني په دوه زره څوارلس کال کې کيدونکي دي چې په هم دي کال کې بهرني ځواکونو له دې هيواده د وتلو اعلان کړی دی.حامد کرزي د افغان ځواکونو ته د امنيت د ژر سپارلو امکان څرګند کړی دی.



د ورځپاڼي په وينا با نفوذه افغانانو تيره اونۍ د ولسمشری د ټاکنو د رامخته کولو يا بيا د پر شا کولو په اړه پوښتني راپورته کړې وې.د انتخاباتو آزاد کميسون ويلي وو هيڅوک هم د ټاکنو د نيټې د پر شا کولو واک نه لري.


ګارډين د يوه کارپوه له خولې ليکي چې که حامد کرزۍ په دوه زره ديارلس کې واک پريږدي خو بيا هم داسي نه ښکاري چې هغه به په مکمله توګه لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG