د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان :دپوځ او حکومت ترمنځ بحران په ختمیدو دی


دپاکستان وزیر اعظم د سویتزر لینډ په ( ډېوس ) ښار کې غونډې ته وینا کوي. ۲۶ جنورۍ ۲۰۱۲ م کال
دپاکستان وزیر اعظم د سویتزر لینډ په ( ډېوس ) ښار کې غونډې ته وینا کوي. ۲۶ جنورۍ ۲۰۱۲ م کال
رویټرز اژانس لیکي له تیرو درېوو میاشتو راهیسې چې په پاکستان کې دپوځ او حکومت ترمنځ راپورته شوی بحران ، اوس داسې ښکاري چې هغه مخ په ختمیدو دی. دپاکستان وزیر اعظم د سویتزر لینډ په ( ډېوس ) ښار کې دیوې غونډې نه پس خبریالانو ته وویل پوځ داسې کومه اراده نه لري چې واک په خپل لاس کې واخلي ، ځکه چې هغوی پخپله هم ددې خبري پلوي کوي چې په هیواد کې دې استحکام وي.

اژانس لیکي د پوځ او حکومت ترمنځ له هغې وروسته اوبه خړې شوې چې یو پاکستاني الاصله امریکايي سوداګر منصوراعجاز یو لیک چې دده په وینا د ولس مشر زرداري له خوا د امریکا دفاع وزارت ته لیکل شوی و ، ورسولو .

رویټرز وړاندې لیکي د جنورۍ میاشتې په پیل کې د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ددغه هیواد دپوځ او استخباراتي ادارې په مشران هریو جنرال اشفاق پرویز کیاني او احمد شجاع پاشا باندې نیوکې وکړې چې دوی ولې د پاکستان په ستره محکمه کې خپل ځوابونه ثبت کړي دي.

چینايي رسنیو سره دخبرو پرمهال ګیلاني ویلي وو دپوځ او د استخباراتو د مشرانو دا کړنې دايين خلاف ګام دی، ددې په ځواب کې دپوځ مشر په خپلې یوې خبر پاڼې کې په قهریدلي ځواب کې وویل چې ښايي دا ډول نیوکې به د ملک لپاره ښه پایلې ونه لري.

یو امریکايي چارواکي رایټرز اژانس ته ویلي اوس داسې ښکاري چې وضع ارامه شوې او کړکیچ مخ په ختمیدو دی ، خو داهم باید له پامه ونه غورځول شي چې داپاکستان دی او په دې کې هرڅه ممکنه دي.
-----------------
بل پلو نیو یارک ټایمز خپله یوه مقاله دې خبرې ته ځانګړې کړې ده چې د اتوار په ورځ په قطر کې دطالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات پیل شول. ورځ پاڼه لیکي دطالبانو اکثرو پخوانیو مشرانو ددې خبر پخلی کړی او زیاتوي چې د باور د ټینګولو په موخه لومړني ملاقاتونه پیل شوي او پکې په دې موضوع هم خبرې کیږي چې د طالبانو بندیان په څه ډول له زندانه راخلاص کړی شي. دوی دا هم ویلي چې تر اتو پورې پخواني طالب مشران له پاکستانه قطر ته په دې موخه رسیدلي چې په دغه هیواد کې د جلا وطنه افغان یاغیانو لپاره یو سیاسي دفتر پرانیزي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي امریکايي چارواکي به ښايي ددې خبر تردید ونه کړي چې ګیني ملاقاتونه شوي دي، او داسې ښکاري چې پاکستان هم په خاموش پاتې کیدو سره خپله رضا مندي ښکاره کړې ده او افغانستان هم هغسې جدي نه دی پاتې لکه په سر کې یې چې ویلي وو ، دوی ولې له دغو خبرو اترو لرې ساتل شوي.

مولوي قلم الدین چې د طالبانو په نظام کې وزیر و نیو یارک ټایمز ته یې ویلي تر دې مهاله یوازې د بندیانو د خلاصون په موضوع خبرې شوي دي.

دسیمې لپاره د امریکايي ولس مشر ځانګړي استازي مارک ګروس مین تیره اونۍ په کابل کې ویلي وو په اصلي مانا د سولې خبرې هغه مهال پیلیدای شي چې طالبان له ترهګرۍ لاس واخلي او د جنګ ختمولو لپاره د سولې د هڅو درناوی وکړي.
XS
SM
MD
LG