د شمالي کوریا ځان ته شوي مشر کیم یونګ ایل مړ شو. نن د ګل ورځ ددغه هیواد د دولتي ټلویزیون خبر ویونکې په ژړا ژړا د هغه د مړيني خبر وايه او تورې جامې یې اغوستې وې.
هغې د خبر ورکولو په مهال وویل چې زه یو ویرلړلی خبر درکوم چې زموږ ستر مشر کیم یونګ ایل د سفر پر مهال له ناڅاپې ناروغۍ ومړ.
له دې هیواد ه رپوټونه وايي چې په ۱۷ ډسمبر په ۶۹ کلن کیم یونګ ایل په اورګاډي کې د سفر پر مهال د زړه دوره راغلې او مړ شوی دی. ویل کیږي چې پر نوموړي په ۲۰۰۸م کال کې هم د زړه یوه دوره راغلې وه.
څو ګنټې وروسته د دې هیواد سرکاري رسنیو د هغه ځوان زوی کیم یونګ یون د انقلابي موخې لپاره ستر ځای ناستی و پيژندلی چې اوس یې د مشری پګړۍ ده ته ور پر سر کړه او پر ولس یې ږغ وکړ چې په یووالي سره د ځوان کیم یونګ یون تر شا ودریږي.
ویل کیږي چې د کیم یونګ یون عمر یوویشت کالو ته نژدې دی او لا د وړاندې پر لوړو چوکیو کښېنول شوی وو.
کیم یونګ ایل ته واک له خپله پلاره ، کیم ایل سنګ څخه په میراث کې سپارل شوی چې د شمالي کوریا باني وو او په ۱۹۹۴ م کال کې مړ شوی وو.
د حکومتي رسنیو له مخې د کیم یونګ ایل د جنازې مراسم به پینګیونګ کې د دسمبر پر۲۸ نېټه تر سره کیږي.
شمالي کوریا خپل پوڅونه بیداره کړي خو ولسمشر میونګ بک یې پر خپل ولس ږغ کړی چې په آرامۍ سره د خپل ورځني ژوند پر مخ بیايي.
په واشنګټن کې له سپینې ماڼۍ ولسمشر بارک اوباما له لي سره په ټیلفوني خبرو کې ورته د امریکا ژمنتیا تکرار کړې چې د کوریا ټاپوزمه کې ټېکاو او ثبات ته امریکا کلکه ژمنه ده.
چین چې د جنوبي کوریا یوازنۍ ټینګ ملګری دی ویلي چې د کیم په مړینه غمژن دي.