په ۲۰۱۹ز کال کې په یو شمېر هېوادونو کې مظاهرې د تاوتریخوالي ښکار شوې، د فرانسې نوتره دیم کلیسا وسوځېده، یو طنزیه اداکار د اورکراین ولسمشر شو او بیا د امریکا د کورنۍ سیاسي لانجې ښکار شو. د سویډن ګرېتا تونبرګ د اقلیم بدلون په اړه د ګامونو اخیستو لپاره خلکو ته الهام ورکړ خو ورسره یې په دې اړه خبرداري لانجمن شول. د ۲۰۱۹ز کال د لویو خبرونو او پرمختګونو په اړه انځوریزه ګالري وګورئ.
۲۰۱۹ز کال په انځورونو کې

۱
د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ پر نهمه مقدونیايان په پلازمېنې سکوپیې کې د هېواد د نوم بدلولو پر ضد د مظاهرې پر مهال.

۲
د فبرورۍ پر ۲۶مه د میکسیکو د انپارا سیمې یوه نجلۍ له امریکا سره پر پوله له کټارې څخه له یوه کس سره ستړي مه شي کوي. پر دې ورځ د دواړو هېوادونو د عیسویانو ملایانو د کډوالو لپاره دعاګانې وکړې.

۳
د جنورۍ پر ۲۳مه یو پولیس د وېنېزوېلا په پلازمېنه کراکس کې پر مظاهره کوونکو د ربړ مرمۍ وروي.

۴
د فبرورۍ پر ۱۱مه ایرانۍ ښځې د هېواد د اسلامي انقلاب ۴۰مې کلیزې په مناسبت انځور اخلي.
د فېسبوک تبصرې