په ۲۰۱۹ز کال کې په یو شمېر هېوادونو کې مظاهرې د تاوتریخوالي ښکار شوې، د فرانسې نوتره دیم کلیسا وسوځېده، یو طنزیه اداکار د اورکراین ولسمشر شو او بیا د امریکا د کورنۍ سیاسي لانجې ښکار شو. د سویډن ګرېتا تونبرګ د اقلیم بدلون په اړه د ګامونو اخیستو لپاره خلکو ته الهام ورکړ خو ورسره یې په دې اړه خبرداري لانجمن شول. د ۲۰۱۹ز کال د لویو خبرونو او پرمختګونو په اړه انځوریزه ګالري وګورئ.
۲۰۱۹ز کال په انځورونو کې

۷
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۷مه په وېتنام کې له شمالي کوریايي مشر کېم جونګ اون سره ستړي مه شي کوي.

۸
د مارچ پر دویمه د افغانستان په کندهار کې خلک له سېلاوونو څخه د ځان ژغورلو لپاره له خپلو رمو سره خوندي ځایونو ته ځي.

۱۰
یو کس د مارچ پر ۱۵مه په نیو زیلینډ کې پر جومات په وسله وال برید کې د وژل شویو ۵۰ کسانو په ویر ژاړي.

۱۱
د مارچ پر ۳۱مه اوکراینۍ طنزیه اداکار او د ولسمشرۍ نوماند ولادیمیر زېلېنسکي پېنګ پانګ کوي. نوموړي انتخابات وګټل او ولسمشر شو.
د فېسبوک تبصرې