د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ د جنرال باجوه د شتمنیو په اړه رپورټ رد کړی دی


جنرال باجوه د نومبر پر ۲۹مه د پوځ د مشرۍ له دندې تقاعدېږي - پخوانی انځور.
جنرال باجوه د نومبر پر ۲۹مه د پوځ د مشرۍ له دندې تقاعدېږي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د شتمنیو په اړه یو وروستی پلټنیز رپورټ او پر ټولنیزو شبکو روان بحثونه "ګمراه کوونکي" دي چې ردوي یې.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (اې اېس پي ار) د نومبر پر ۲۷مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د باجوه او د هغه د کورنۍ په اړه خپاره شوي معلومات "په قطعي ډول د واقعیتونو خلاف او سپین درواغ" دي.

پوځ دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی دی چې د نومبر پر ۲۰مه د فیکټ فوکس په نوم د تحقیقاتي ژورنالېزم یوې ووبپاڼې د پاکستاني خبریال یو رپورټ خپور کړ چې پکې دعوه شوې چې په تېرو شپږو کلونو کې د باجوه او د هغه د کورنۍ شتمنۍ اربونو روپیو ته رسېدلې دي.

د پاکستان حکومت تر دې یوه ورځ وروسته د باجوه او د هغه د کورنۍ د مالیو (ټیکسونو) اسنادو خپرېدو د پلټنو پیلولو اعلان وکړ.

جنرال باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځ مشر شوی وو او په ۲۰۱۹ز کال کې یې پخواني وزیراعظم عمران خان د درو نورو کلونو لپاره د دندې موده وغځوله. ټاکل شوې چې د نوموړي دنده د نومبر پر ۲۹مه پای ته ورسي او جنرال عاصم منیر یې پر ځای د پوځ د نوي مشر په توګه کار پیل کړي.

خبریال احمد نوراني په خپله لیکنه کې ویلي چې باجوه، د هغه ښځه، نږور، د نږور والدین، خویندې او تره د اربونو روپیو د شتمنیو خاوندان شوي دي. نوموړي د دې لپاره د باجوه، د هغه د کورنۍ او د نږور د کورنۍ د ټیکسونو یا مالیو اسناد خپاره کړي دي.

پوځ په بیان کې بې له نوم اخیستو تور پورې کړی دی چې "یوې ځانګړې ډلې په خورا چالاکۍ" د جنرال باجوه د "نږور د پلار او د هغوی د کورنۍ شتمنۍ د پوځ د مشر او د هغه له کورنۍ سره تړلې" دي.

بیان کاږي، دا "تاثر غلط" دی چې ګواکې د باجوه خپلوان "په تېرو شپږو کلونو" کې د اربونو روپیو "شتمنۍ ترلاسه کړې" دي.

د ای اېس پي ار بیان زیاتوي چې جنرال باجوه او کورنۍ یې هر کال د شتمنیو او مالیو اسناد د ګټو وفاقي ادارې (اېف بي ار) ته سپاري او دا چې د نورو وګړو په څېر نوموړی هم د خپلو شتمنیو په اړه د هغې ادارې چارواکو ته د معلوماتو ورکولو پابند دی.

XS
SM
MD
LG