د پاکستان دوه لويو اپوزيشن ګوندونو- مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ - د جولای پر ۲۰مه په لاهور کې يوې خبرې غونډې ته ويلي ول چې تر لوی اختر وروسته به ګڼګونديزه غونډه ورغواړي او د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت د ختمولو لپاره به مبارزه کوي.
د اختر تر تېرېدو وروسته هم دواړه سیاسي ګوندونه د اپوزیشن د نورو ګوندونو له مشرانو سره په خبرو بوخت دي په دې لړ کې یې د جمعيت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل الرحمان سره هم لیدلي خو هغه یې لا نه دی قانع کړی.
دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه د حکومت ضد د ګڼګوندیزې غونډې جوړولو او پکې د خپلې تګلارې ټاکلو خبره کوي. دوی د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ کې هم د حکومت پر ضد د احتجاجونو پرېکړه کړې وه.
په پاکستان کې د اپوزيشن مشران دريځ لري چې د وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ کې د پاکستان اقتصاد خراب شوی او که دا حکومت دوام وکړي نو پاکستان به له لا زیاتو داخلي او بهرنيو خطرونو سره مخامخ شي.
البته حکومت وايي، خراب اقتصاد ورته د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ له تېر اېتلافي حکومته په میراث کې پاتې دی چې د سمولو هڅې یې کوي.
حکومت همداراز ګڼي چې اپوزیشن ګوندونو شور لامل یې د درغلیو په اړه پلټنې کول دي.
د اپوزیشن پر تورونو سربېره، په پاکستان کې ځینې شنونکي وايي، هغه ګوندونه په خورا مشکل پر یوه دریځ غونډېږي.
اپوزیشن ګوندونه یو دریځ نه لري
په اسلام اباد کې خبريال او د سياسي چارو شنونکی حسن خان وايي چې اپوزيشن ګوندونه خپل لومړيتوبونه لري او په یوه خوله نه دي.
"مولانا فضل الرحمان فشار راوړي چې حکومت ختم کړي او له سره نوي انتخابات وشي. خو دا نور داسې نه غواړي ځکه پاکستان پيپلز ګوند په سيند صوبه کې حکومت لري او په مرکز کې لوی اپوزيشن ګوند دی. بلخوا پاکستان مسلم ليګ (ن) هم په اپوزيشن کې ډېر کليدي رول لري او غواړي چې عمران خان [د خپلو پاليسيو په وجه] نور هم بدنامه کړي. دوی نه غواړي چې د [واکمنۍ پر مهال] د هغه په ليرې کولو ورڅخه 'سياسي شهيد' جوړ کړي چې ولس ورسره بیا ودرېږي."
اپوزيشن ګوندونو د ۲۰۱۹ز کال په جون او نومبر مياشتو کې هم د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ ګڼګونديزې غونډې کړې وي چې پکې يې د ځينو نورو ترڅنګ یې له وزيراعظم عمران خانه د استعفا غوښتنه کړې وه.
اپوزیشن نه غواړي چې عمران خان له واکه لیرې کړي او 'سیاسي شهید' یې کړي.حسن خان
په ۲۰۱۹ز کال کې د مولانا فضل الرحمان جمعيت علمای اسلام په اسلام اباد کې يو پرلت هم وهلی وو او د عمران خان د استعفا او د هغه واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د حکومت ختمولو غوښتنه يې کوله.
عمران خان او حکومتي غړو یې د استعفا غوښتنې بې ځایه بللې وې او ویل یې چې د اپوزیشن ګوندونو سیاستوالان د احتساب له بهیره د ځان ژغورنې په موخه احتجاجونه کوي.
د مولانا فضل الرحمان پر ګډون ټینګار
دا چې اوسمهال مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند مشران ولې پر مولانا فضل الرحمان ورسره په ګڼګونديزه غونډه کې د ګډون ټينګار کوي؟
حسن خان زياتوي چې د حکومت پر ضد د مولانا فضل الرحمان دريځ له لومړۍ ورځې ډېر روښانه دی او هغه زيات سياسي او نظرياتي پلويان لري.
د خان په خبره، "له مولانا فضل الرحمان سره سټريټ پاور (یعنې کوڅو، سړکونو ته د خلکو ورغوښتو ځواک) زيات دی. پيپلز ګوند خو به په سيند کې لږ ګوزاره وکړي او مسلم ليګ (ن) به په لاهور کې لږ ګوزاره وکړي خو په اسلام اباد، راولپېنډۍ او په خاصه توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د احتجاج لپاره د مولانا فضل الرحمان ملاتړ ته ضرورت لري."
دی وايي، مولانا فضل الرحمان له اولې ورځې خان د يو پياوړي اپوزيشن مشر په حيث ثابت کړی دی، اوس که هغه بهر کېږي نو د هغه بيانيه چېلنج کول به مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند ته ګرانه وي.
د فضل الرحمان ګوند په پارلېمان کې زیاتې څوکۍ نه لري البته پر پاکستاني سیاست نظر لرونکي ځینې شنونکي ګڼي چې مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند په پارلېمان کې د پام وړ څوکۍ لري خو هلته ښايي د حکومت ضد موثره اقدامات ونکړای شي.
حکومت ضد هڅې نه بریالۍ کېږي؟
په کراچي کې خبريال او سياسي چارو شنونکی اویس توحيد وايي، اپوزيشن ګوندونو پوهېږي چې په پارلېمان کې د حکومت ضد تحریک نشي بریالی کولای.
"مسلم ليګ (ن) او پاکستان پيپلز ګوند ته دا ښه معلومه ده چې اوسمهال د حکومت پر ضد د عدم اعتماد (بې باورۍ) تحريک نه شي بريالی کولای. دوی لوی اکثريت لري خو دوی ته معلومه ده چې د مسلم ليګ (ق) او متحده قومي موومنټ پاکستان دواړه اسټېبلېشمېنټ ته نېږدې ګوندونه دي. دوی که له حکومته هر څه ګيلې لري خو د حکومت له تنې نه شي جلا کېدای."
د توحید په وینا، اپوزيشن نه غواړي چې داسې تحريک پرمخ يوسي چې د تېر په څېر بيا ناکام شي.
"لکه د ۲۰۱۹ز کال په اګست کې پر اکثريت لرلو سربېره د سېنېټ د مشر صادق سنجراني ضد یې د بې باورۍ تحريک ناکام شو. نو دوی پوهېږي چې دا وخت د پاکستان تحريک انصاف د حکومت او اسټېلېشمېنټ همغږي لري."
حکومت او اېسټیبلېشمنټ ترمنځ اختلاف زېږول
نو که دوه لوی سیاسي ګوندونه پوهېږي چې حکومت نشي نسکورولای بیا یې ولې پر ضد غونډېږي او غورځنګ پیلول غواړي؟
اویس توحيد وايي، اپوزیشن د حکومت پر ضد له هر ځایه غږ پورته کوي خو له دې لارې دوی غواړي چې د اېسټیبلېشمنټ او حکومت ترمنځ درزونه پيدا کړي.
"اپوزيشن ګوندونه چې د حکومت پر ضد په پارلېمان، رسنيو او خبرې غونډو کې د احتجاج غږ پورته کوي نو له دې لارې دوی غواړي چې د حکومت او اېسټیبلېشمنټ تر منځ په تفاهم کې درز پيدا کړي او کله چې دوی له يو بله ليرې شي نو بيا پياوړی تحريک پيل کړي."
توحيد وايي، اپوزيشن غواړي چې د تحريک انصاف د حکومت پر مهال اقتصادي بحران، د کورونا وایرس وبا له وجې پیدا شوي حالات، خرابه حکومتداري او د خلکو د هیلو نه پوره کولو له کبله داسې وضعیت پیدا شوی چې، د ده په وینا، که ورباندې نور تېل واچول شي نو حکومت په سیاسي ډول لا کمزوری کولای شي.
اپوزيشن ګوندونه پر پاکستان تحريک انصاف ګوند تور پورې کوي چې د ۲۰۱۸ز کال په پارلېماني انتخاباتو کې پوځ او استخباراتي ادارې یې تر شا ولاړې وې.
دوی وايي، په انتخاباتو کې پراخه درغلي وشوه او تحریک انصاف یې بریالی کړ.
خو وزیراعظم عمران خان په ټاکنو کې د زیاتو څوکیو تر ګټلو وروسته په لومړۍ وینا کې ویلي ول چې د درغلۍ پلټنو ته تیار دی.
له هغه وخت راهیسې د پاکستان انتخاباتي کمېشن په بیا بیا په ټاکنو کې د درغلۍ تورونه رد کړي او وايي، ټاکنې
د فېسبوک تبصرې