د لاسرسي ځای

تازه خبر

لومړی ایرانی تېل وړونکی ټانکر د وېنېزوېلا بندر ته نېږدې شوی


تېل وړونکی ټانکر د وېنېزوېلا دولتي بندر پي ټي وي اېس اې ته ورغلی
تېل وړونکی ټانکر د وېنېزوېلا دولتي بندر پي ټي وي اېس اې ته ورغلی

د ایران له پېنځو څخه یو تېل وړونکی ټانکر د مې د وېنېزوېلا دولتي بندر پي ډي وي اېس اې ته نېږدې شو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا تر بندیزونو لاندې له دواړو هېوادونو سره د واشنګټن ترینګلتیا دوام لري.

د بېړیو د تګ راتګ د څار ادارې مرین ټریفېک په وینا، ایرانی ټانکر د سیمې له وخت سره سم د مې پر ۲۴مې د شپې شاوخوا نهه بجې د وېنېزوېلا له اېل پالېترو بندره شاوخوا ۵۰ کېلومیټره لرې وو.

دا بندر د پلازمېنې کراکس په لویدیځ کې پروت دی.

یوه بله ایرانۍ بېړۍ د مې پر ۲۳مه کرېبیین سمندرګي ته داخله شوه او درې نور ټانکرونه له اوقیانوس بحره تېرېږي.

د مې په په پیل کې امریکا ویلي ول چې د تېلو وړلو په غبرګون پر "اقداماتو" غور کوي.

ایران هغه مهال د امریکا پر ضد د اقدام خبرداری ورکړی وو خو په سمدستي ډول داسې هېڅ نښې نشته چې بېړۍ دې د امریکا له مداخلې سره مخامخ شوې وي.

د وېنېزوېلا رسنیو پرون یوه بحري بېړۍ او یو هېلېکاپټر وښود چې ایرانی ټانکر یې بدرګه کاوه.

وېنېزوېلايي چارواکو د هغه هېواد اوبو ته د ټانکر په داخلېدو خوشالي څرګنده کړه.

ولسمشر نېکولاس مادورو د وېنېزوېلا او ایران د یووالي او همکارۍ ستاینه وکړه او پر امریکا یې تور پورې کړ چې خپله اراده په زور پر هېوادونو تپي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورټېګس بېګا وویل، د وېنېزوېلا خلک له "بل رټلي هېواد سره د مادورو ګرانو سوداګانو" ته نه بلکې داسې "ازادو او رڼو انتخاباتو ته اړتیا لري چې ورسره جمهوریت راشي او اقتصاد ورغېږي."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG