د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېسبوک وايي د طالبانو اکاونټونو، ملاتړ او ستاینو ته ځای نه ورکوي


يو تن په خپل موبايل فون کې فېسبوک ګوري - انځور له ارشيفه
يو تن په خپل موبايل فون کې فېسبوک ګوري - انځور له ارشيفه

ټولنيزې شبکې فېسبوک په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د ملي راډيو ټېلېوېژن د فېسبوک پاڼې او انسټاګرام اکاونټونه بند کړي دي.

د طالبانو حکومت د فېسبوک دا کار د بیان ازادۍ خلاف بللی دی او له هغه شرکته یې د خپلو پاڼو ازادولو غوښتنه کړې.

مېټا کمپني چې فېسبوک یې ملکیت دی، د دې بندیزونو د لامل په اړه د جولای پر ۲۰مه د امريکا غږ اشنا راډيو ته د ايمېل په ځواب کې ويلي چې هغو پاڼو د هغوی د تګلارې په خلاف خپرونې درلودې.

په برېښلیک کې د مېټا د ویاند له خولې ويل شوي دي، "د امریکا د قانون له مخې طالبان د ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي او د خطرناکو سازمانونو په اړه زموږ د پالیسۍ له مخې زموږ د خدماتو له کارولو منع دي. دا په دې معنا ده چې موږ د طالبانو او د هغوی په نمایندګۍ حسابونه ختموو او د هغوی استازیتوب، ملاتړ او ستاینې بندوو."

د امريکا غږ په وینا، مېټا ويلي چې له یوشمېر سیمه ییزو او نړیوالو څېړونکو سره یې په دې اړه تر سلا مشورو وروسته پرېکړه وکړه چې هغه پاڼې خلک تاوتریخوالي ته وربولي نو ځکه بايد بندې شي.

په وروستيو کې طالبانو د افغانستان له ملي راډيو ټېلېوېژنه خپل جنګي فلمونه او د وسله والو د روزنې ويډيوګانې خپرولې. د فېسبوک له اصولو سره سم هېڅوک تشدد ته هڅوونکي مواد او له تشدده ډک تصوير يا ويډيو نه شې خپرولی. فېسبوک پخوا هم د وسله والو ډلو او افرادو اکاونټونه تړلي دي.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې ملي راډیو ټېلېوېژن د جولای پر ۲۰مه پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي دي چې د فېسبوک بندیز د "ټولو رسنیزو اصولو او د بیان د ازادۍ خلاف عمل" دی.

له دې پرته د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د جولای پر ۲۰مه پر خپل ټوېټر ليکلي چې د فېسبوک له خوا یې پر پاڼو بندیز د بیان د ازادۍ خلاف کار دی.

مجاهد په داسې حال کې د بیان ازادۍ د حق سرغړونې شکايت کوي چې حکومت یې څو ځل ځينې افغانان پر فېسبوک پر طالبانو د تنقيد کولو له امله نيولي دي. د طالبانو حکومت پر رسنيو هم یولړ بنديزونه لګولي چې په هغوی کې د ټېلېوېژن پر پرده د ښځو د مخ پټول جبري کول او د موسیقۍ بندول شامل دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې حکومت په زور ونیو او تر هغې وروسته یې خپلو سختدريځو حکمونو عملي کولو ته دوام ورکړی او د دې امرونو د لا نور خپراوي لپاره له ټولنيزو رسنيو کار اخلي چې پکې فېسبوک او انسټاګرام هم شامل دي چې دواړه د مېټا شرکت ملکيت دي.

د امریکا غږ له راپور سره سم، مېټا ورته په خپل ايمېل کې ويلي چې د بیان ازادۍ "تر ټولو لوی ملاتړي" دي خو د طالبانو خپرونې خلک تشدد ته هڅوي چې د بيان په ازادۍ کې نه راځي.

هغې ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې روانو حالاتو ته په کتو یې له هغه هېواد سره په بشري برخو کې څه باندې څلور مېلیونه ډالره مرسته هم کړې ده.

پر فېسبوک د افغانستان د ملي راډیو ټېلېوېژن د پښتو او دري ژبو پاڼې د مخکيني حکومت په مهال خورا زیاتې فعاله شوې وې او مېلیونونه لوستونکي او لیدونکي یې لرل. د هغه مهال د افغانستان د ملي راډیو ټېلېوېژن مشر اسماعیل میاخېل امریکا غږ اشنا راډیو ته ويلي چې هغوی د طالبانو حکومت ته ویلي ول چې ملي راډیو ټېلېوېژن دې د خپلو تبلیغاتو وسیله نه ګرځوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې څومره افغانان فېسبوک کاروي خو د ګوګل له شمېرو سره سم هغه په افغانستان کې تر ټولو مشهوره ټولنيزه شبکه ده. د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د فېسبوک له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې په ټوله دنيا کې ۲.۹ اربه کاروونکي لري.

فېسبوک ويلي‌ چې د خپلو اصولو په اړه له هېچا سره جوړ جاړی نه کوي. فېسبوک تر دې مخکې د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ او ځينو نورو هېوادونو د مشرانو او سیاستوالو اکاونټونه هم له دې وجې بند کړي ول چې د فېسبوک په وينا، د دوی له اصولو یې سرغړونه کړي او خلک یې تشدد ته هڅولي دي.

XS
SM
MD
LG