د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: هدفي برید کې ۱ کس وژل شوی، امنیتي ځواکونه د ۷ وسله والو وژنې دعوه کوي


په شمالي وزیرستان کې یو پوځي د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې یو پوځي د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

پولیس وايي، وسله والو په شمالي وزیرستان کې په برید کې یو کس وژلی او بل یې ژوبل کړی دی. په همدې حال کې امنیتي ځواکونو دعوه کړې چې په هغه قبایلي ضلع کې یې د عملیاتو پر مهال هغه اووه مشکوک وسله وال وژلي دي چې روانه میاشت یې د وزیرستان ځوانانو سازمان د څلورو فعالانو په وژنه کې لاس درلود.

د میرلي پولیسو د جون پر ۲۷مه په بیان کې ویلي چې وسله والو د جون ۲۶مې شپې مهال په نورک سیمه کې پر احمد الله او د هغه پر ملګري ډزې وکړې.

په بیان کې راغلي چې دواړه ملګري پر موټرسایکل سپاره ول چې د وسله والو د برید ښکار شول.

د پولیسو بیان وايي، په حمله کې احمد الله پر هم هغه ځای ووژل شو او ملګری یې ژوبل شو. پولیسو د ژوبل کس نوم نه دی ښوولی خو زیاتوي چې د "نامعلومو" وسله والو ضد یې مقدمه دایره کړې.

تر اوسه روښانه نه ده چې د میرلي پر هغو دوو اوسېدونکو ولې ډزې وشوې او د حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

له دې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بریدونو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی. تر دې مخکې په هغه ضلع کې د جون پر ۱۹مه په یو وسله وال برید کې د شمالي وزیرستان د ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) څلور غړي ووژل شول. د هغو کسانو وژنې پراخ غبرګونونه او مظاهرې وپارولې.

وزیرستان کې نښته

په همدې حال کې امنیتي ځواکونه هم وايي چې په سیمه کې یې د وسله والو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د جون پر ۲۶مه یو امنیتي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان په غلام خان سیدګي کې د ځواکونو او وسله والو ترمینځ په نښته کې دوه سرتېري او د "یو ځانمرګي بریدګر" په ګډون اووه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

هغه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښودو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې پوځیان د استخباراتي معلوماتو پر اساس سیدګي ته ورغلل او هلته یې د وسله والې ډلې ضد عملیات پیل کړل. د ده په خبره، په نښته کې یو سرتېری هم ژوبل شو.

د ده په خبره، وژل شوي وسله وال د حافظ ګل بهادر ډلې غړي ول چې پر امنیتي ځواکونو په حملو او تر سړک غاړې بمي بریدونو کې ککړ ول.

د وزیرستان ځوانانو سازمان دا څلور فعالان د جون پر ۱۹مه په برید کې ووژل شول - پخوانی انځور.
د وزیرستان ځوانانو سازمان دا څلور فعالان د جون پر ۱۹مه په برید کې ووژل شول - پخوانی انځور.

چارواکي دعوه وکړه چې وژل شوي وسله وال د شمالي وزیرستان د ځوانانو سازمان د څلورو غړو په وژنه کې هم ککړ ول.

هغه زیاته کړه چې د جون پر ۲۵مه او ۲۶مه د عملیاتو پر مهال ټول ۱۱ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د امنیتي چارواکي د دعوو تصدیق نه شي کولای.

په شمالي وزیرستان کې د تاوتریخوالي او نښتو پېښې په داسې حال کې شوې دي چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړتوب له ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د سولې خبرو ته دوام ورکړی دی.

دواړه خواوې د جون پر دویمه نېټه تر "نامعلومې مودې پورې" پر "اوربند سلا" شوې خو پر هغې سربېره په شمالي او جنوبي وزیرستانونو او په کورمه کې د تاوتریخوالي یوشمېر پېښې او بریدونه شوي دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، په سیمه کې یې عملیاتو او د وسله والو ضد کارروایانو ته دوام ورکړی دی او د امنیت ټینګښت ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG