د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په دوو ورځو کې درېيم هدفي برید کې يو کس وژل شوی


په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي دي - انځور له ارشيفه
په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي دي - انځور له ارشيفه

پولیس وايي چې په شمالي وزیرستان کې وسلوالو یو تن په هدفي حمله کې وژلی دی.

د میرامشا تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر لومړۍ نېټه په تپي سیمه کې وسلوالو یو ځايي کس نوشېر الله وویشت او وتښتېدل. د پولیسو په خبره، هغه تن غریب وو او پاپړ به یې خرڅول.

تر اوسه چا د حملې ذمه واري نه ده منلې خو پولیس وايي، د "نامعلومه" وسلوالو خلاف یې مقدمه درج کړې ده او د هغوی لټون یې پیل کړی دی.

تر دې مخکې د اکتوبر پر ۳۰مه او ۳۱مه هم په سیمه کې ورته هدفي بریدونه شوي ول چې دوه کسان پکې ووژل شول. دا په تېرو دوه ورځو کې په سیمه کې درېیمه هدفي حمله ده.

د سېپټېمبر پر ۲۸مه هم په میرلي کې وسلوالو یوه ښځه وژلې او یوه بله ښځه یې ژوبله کړې وه چې د پولیسو په خبره، دواړه ښځې د لکي مروت وې او خیر یې غوښت.

په سیمه کې د هدفي بریدونو د زیاتېدو له امله ځايي ولس په بیا بیا د امن ټينګښت غوښتنې لپاره احتجاجونه کړي دي.

د جولای پر ۱۴مه په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند دوو سیاستوالانو او دیني عالمانو قاري سمیع الدین او قاري نعمان تر وژل کېدو وروسته د اتمانزیو قبیلو مشرانو اوږدمهاله پرلت وهلی وو چې لا یې هم له حکومت سره مذاکرات روان دي.

د نومبر لومړۍ له پېښې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي حملو شمېر ۴۴ ته رسېدلی دی چې پکې شاوخوا ۶۰ کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې ځايي مشران، مخور، سیاستوالان، ځايي ځوانان، دیني عالمان او امنیتي سرتیري شامل دي.

په شمالي وزیرستان کې پوځي چارواکو په بیا بیا ويلي چې په سیمه کې د امنیت لپاره ګامونه پورته کوي او د تورو ښیښو لرونکو ګاډو په چلولو یې بندیز لګولی دی. له دې پرته امنیتي ځواکونو د روان کال په اوږدو کې په بیا بیا د عملیاتو د دوام او پکې وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو او د یوشمېر مشکوکو وسلوالو د نیولو دعوې کړې دي.

XS
SM
MD
LG