د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان احتساب ادارې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر خواجه اصف ونیوه


خواجه محمد اصف
خواجه محمد اصف

د پاکستان قامي احتساب ادارې (نیب) د مسلم لیګ (ن) ګوند یو مرکزي مشر او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر خواجه محمد اصف د ډېسېمبر پر ۲۹مه شپې مهال په اسلام اباد کې نیولی دی.

د ډېسېمبر پر ۳۰مه اصف په اسلام اباد کې د نیب عدالت ته وړاندې شو او قاضي د احتساب ادارې چارواکو ته اجازه ورکړه چې هغه لاهور ته بوځي او هلته ورباندې مقدمه وچلوي.

پر نوموړي تر خپلې ګټې وټې (امدن) د زیاتو شتمنیو لرلو تور دی چې هغه یې ردوي.

ګوند یې وايي چې خواجه اصف د نیب لاهور دفتر له لوري نیول شوی دی.

د مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د ډېسېمبر ۲۹مې پر شپه په اسلام اباد کې د خپل ګوند تر یوې غونډې وروسته له میډیا سره په خبرو کې وویل، چې خواجه اصف یې له مسلم لیګي مشرتابه د نه جلاکېدو او د هغوی د ملګرتیا په جرم نیولی دی.

نوموړې په خپلو خبرو کې وویل د نیب کارکونکي په هغه پسې ول او چې څنګه له کوره ووت نو ونیول شو.

مریم نواز وویل، خواجه اصف "ګرفتاره شوی نه بلکې اغوا شوی" دی.

د مسلم لیګ (ن) ګوند مشران تور پورې کوي چې د احتساب قامي اداره د حکومت په وینا، د دوی مشران په نښه کوي، او ورباندې د درغلیو ناسمې مقدمې جوړوي.

خو د پاکستان وفاقي حکومت دغه تورونه ردوي او وایي نیب یوه خودمختاره اداره ده او په کارونو کې یې هېڅ مداخلت نه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG