د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې دی چې هلته پر طالبانو ټینګار وکړي چې خپله پراخه جګړه ودروي چې له وجې یې د یوې اوونۍ په موده کې د یو شمېر ولایتونو مرکزونه د هغې وسله والې ډلې لاس ته ولوېدل.
رپورټونه وايي چې طالبانو د اګست پر ۱۰مه د یو بل ولایت مرکز هم ونیو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر نهمه ویلي چې خلیلزاد د قطر په پلازمېنې دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره غږېږي چې پر هغوی د بریدونو درولو او د شخړې د سیاسي حل موندلو لپاره فشار واچوي چې د وزارت په وینا، د افغانستان د ثبات او پرمختګ یوازینۍ لار ده.
په مې میاشت کې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو بهیر له پیل راهیسې هلته جګړو زور اخیستی دی. ټاکل شوې چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د اګست پر وروستۍ نېټه پای ته ورسېږي.
په داسې حال کې چې وسله والو په چټکۍ پرمختګ کړی، د امریکا پوځ خبرداری ورکړی چې د افغانستان امنیت پر سم لوري نه دی روان او افغان حکومت دې د دفاع په دې برخه کې نورې هڅې وکړي.
د پېنټاګان ویاند جان کربي البته د اګست پر نهمه یو ځل بیا وویل چې افغان ملي امنیتي ځواکونه د بنسټپاله طالب وسله والو پر وړاندې د خپل هېواد د دفاع وړتیا لري.
رپورټونه وايي چې طالب وسله والو د افغانستان د لږ تر لږه شپږو ولایتونو مرکزونه نیولي دي.
د فېسبوک تبصرې