تهران - د ایران ستر مذهبي مشر ویلي، د هېواد د بیلېسټېک توغندیو او اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره خبرې نه کوي.
ایت الله علي خامنه یي د جولای پر ۳۱مه په یوه ټېلېوېژني وینا کې تور پورې کړ چې امریکايي بندیزونه د ایران د اقتصاد ماتولو هدف لري.
ده وویل، د دې بندیزونو "موخه" د ایران "د توغندیو او اټومي وړتیاوو درول" دي.
خامنه يي وویل، که تهران پر "ملي وړتیاوو او د تېلو پر برامد تکیه وکړي" نو د امریکا "د فشار پر وړاندې" په "مقاومت کې ورسره مرسته کولای شي."
د واشنګټن او تهران اړیکي له ۲۰۱۸ز کال راهیسې ترینګلي دي ځکه چې هغه مهال ولسمشر ټرمپ امریکا د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د ایران له اټومي موافقې وایسته.
دا زوړ سړی چې اوس پر امریکا واکمن دی، ظاهراً یې له شمالي کوریا سره یې له مذاکراتو تبلیغاتي ګټه واخیسته.ایت الله علي خامنه يي
په ۲۰۱۵ز کال کې ایران د بندیزونو نرمېدو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام په محدودولو سلا شوی وو.
ټرمپ هغه مهال ویلي ول چې اټومي موافقه له "بدترینو تړونونو یوه وه" چې تر ده مخکې امریکايي ولسمشر باراک اوباما لاسلیک کړې وه.
تر موافقې وتلو وروسته امریکا بیا پر ایران بندیزونه ولګول.
خامنه يي وویل، له امریکا سره ځکه مذاکراتو ته نه تیارېږي چې موخه یې په سږنیو ولسمشریزو انتخاباتو کې د ټرمپ د بیا ټاکنې امکانات زیاتول دي.
ده ټرمپ ته په اشاره وویل، "دا زوړ سړی چې اوس پر امریکا واکمن دی، ظاهراً یې له شمالي کوریا سره له مذاکراتو تبلیغاتي ګټه واخیسته. اوس هم [له ایران سره خبرې] د [نومبر درېیمې ولسمشریزو] انتخاباتو لپاره کارول غواړي."
خامنه یي خپله ۸۱ کلن دی او له ډانلډ ټرمپه اووه کاله مشر دی.
ده په وینا کې پر اروپايي هېوادونو انتقاد وکړ چې د ۲۰۱۵ز کال موافقې په ژغورلو کې پاتې راغلل.
د ټرمپ حکومت وايي، له ایران سره پر داسې پراخه موافقه مذاکرات کول غواړي چې ورسره د ایران اټومي چارې لا محدودې شي، تهران د توغندیو پروګرام ودروي او په سیمه کې خپل نفوذ محدود کړي.
د فېسبوک تبصرې