د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاپي نللیکې پروژه ولې د ځنډ ښکار ده؟


له ترکمنستان سره پولې ته نېږدې د افغانستان لوري ته کارکوونکي د تاپي پروژې چارو پیلولو پرمهال ولاړ دي - د ۲۰۱۸ز کال انځور
له ترکمنستان سره پولې ته نېږدې د افغانستان لوري ته کارکوونکي د تاپي پروژې چارو پیلولو پرمهال ولاړ دي - د ۲۰۱۸ز کال انځور

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګیس نللیکې پروژې بنیادي مقصد د اسلام اباد، نوي دلي او کابل د توانایۍ اړتیاوې پوره کول ول.

د پروژې د غړو هېوادونو چارواکو په ۲۰۱۸ز کال کې د افغانستان د برخې د تعمیراتي چارو پرانیسته وکړه. ترکمنستان په ۲۰۱۵ز کال کې د نللیکې تعمیراتي کار پیل کړی وو او ټاکل شوې وه چې پاکستان د خپلې برخې کار په ۲۰۱۹ز کال کې پیل کړي.

له مرکزي اسيايي هېواد ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته د ګیس د رسولو دې پروژې لومړۍ موافقه د ۱۹۹۵ز کال د مارچ پر ۱۵مه د پاکستان او ترکمنستان ترمنځ لاسليک شوې وه. خو له هغه وخت راهیسې د پروژې تعمیراتي چارې د بېلابېلو وجوهاتو پر اساس له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.

د تاپي پروژې نللیکه ۱،۸۰۰ کېلومیټره اوږده ده چې پر جوړېدو یې د شاوخوا ۱۰ اربه ډالرو لګښت اټکل شوی دی. له پروژې سره سم، ترکمنستان به هر کال ۳۳ اربه مکعب ميټره ګيس افغانستان، پاکستان او هند ته ورکوي، چې پکې به پينځه اربه مکعب ميټره افغانستان او ۱۴، ۱۴ اربه مکعب ميټره پاکستان او هند اخلي.

له ښي خوا: د پاکستان پخوانی وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، ګوښه شوی افغان ولسمشر اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربان ګلي بېردي محمدوف او د هند د بهرنیو چارو پخوانی ریاستي وزیر اېم جې اکبر د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ پر ۲۳مه هرات کې د تاپي نللیکې د افغانستان لوري د چارو پیلېدو غونډې پرمهال.
له ښي خوا: د پاکستان پخوانی وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، ګوښه شوی افغان ولسمشر اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربان ګلي بېردي محمدوف او د هند د بهرنیو چارو پخوانی ریاستي وزیر اېم جې اکبر د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ پر ۲۳مه هرات کې د تاپي نللیکې د افغانستان لوري د چارو پیلېدو غونډې پرمهال.

د پېښور د انجینرۍ پوهنتون د توانايۍ د مطالعاتو مرکز استاد ډاکټر تنوير احمد خان د فېبرورۍ پر لومړۍ نيټه مشال راډيو ته وويل چې پاکستان اوسمهال د انرژۍ له کمښت سره مخامخ دی نو ځکه د تاپي پروژې مکملېدو ته اړتیا لري.

خو د ده په وینا، د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو او د اسلام اباد او نوي دلي ترمینځ خراب تعلقات د دې پروژې چارې ټکنۍ کوي. "دا پروژه له يو هېواد سره تړاو نه لري بلکې دا يوه سيمه ييزه پروژه ده چې پکې يوه لانجه د پیدا کېدو په حال کې ده او هغه دا چې په افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته تر اوسه [هېڅ] هېواد د [هغوی] حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، نو که طالبان د تاپي پروژې په اړه کومه پرېکړه وکړي نو لازمه نه ده چې هغه هند هم ومني. د دې تر څنګ د پاکستان او هند تر مینځه خراب تعلقات او له پاکستان سره د پيسو نشتوالی هم د دې پروژې مخې ته لوی خنډونه دي."

ټاکل شوې وه چې دا نلليکه په ۲۰۱۹ز کال کې فعاله شي خو داسې و نه شول.

په دې لړ کې ترکمنستان د خپلې برخې نللیکه غځولې خو دا لا جوته نه ده چې د افغانستان، پاکستان او هند برخې به یې کله جوړېږي.

د جنورۍ پر ۱۶مه، د افغانستان آریانا نيوز ټېلېوېژن په خپل يو راپور کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميي په حواله ليکلي چې د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوي په عشق اباد کې د ترکمنستان د وزیراعظم له مرستیال او د بهرنيو چارو له وزیر سره په خبرو کې "سمدستي" د تاپي پروژې د کار بیا شروع کولو په اړه خبرې کړي.

د فېبرورې په لومړۍ نیټه د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني لع مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دې پروژې مخې ته هېڅ خنډ نه شته. دی وايي، حکومت یې د "تاپي پروژې عملي کولو لپاره پورا امادګي لري. په پروژه کې شریک هېوادونه عملي کارونه شروع کولو لپاره چمتو والی لري. په تېرو ناستو کې موږ د پاکستان او ترکمنستان له چارواکو سره تفصیلي خبرې کړې دي او تخنيکي ډلو هم ناستې کړې دي. افغانستان له خپل طرفه د ذمه واریو پوره کولو ته چمتو دی. د ځمکو د اخيستو کار روان دی او تر ډېره حده دا کار ترسره شوې هم دی. دا مهال د تاپي پروژې مخې ته کومه مهمه ستونزه نه لیدل کېږي."

سمنګاني زیاته کړه چې هیله لري د طالبانو حکومت د روان کال په پسرلي کې پر پروژې کار بیاپیل کړي.

خو د تېر کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته هغه هېواد له لویو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی چې ښايي د تاپي پروژې چارې اغېزمنې کړي.

د طالبانو پر ډاډ سربېره، د مشال راډیو د ترکمن څانګې مشر فرخ يوسفوف د تاپي پروژې هېڅ راتلونکې نه ویني. "زه نه ګڼم چې دا پروژه به مکمله شي ځکه چې له ترکمنستان سره پيسې نشته او د هغه هېواد چارواکي چې وايي چې خپلې غاړې ته يې کار مکمل کړې نو دا هم مشکوکه خبره ده ځکه چې تراوسه ترکمن حکومت دا نه دي په ډاګه کړي چې دوی څه کار کړی دی؟ د تېر کال تر اخري ورځو پورې خو داسې هېڅ نښې نه وې ښکاره شوي چې د ترکمنستان خوا ته دې پر پروژه کار مکمل شوی وي. نو ما ته دا یوه مړه پروژه ښکاري."

د ترکمنستان حکومت پر رسنیو پراخ کنټرول لري او بهرني خبریالان هلته د کار پرمهال له لویو محدودیتونو او مشکلاتو سره مخامخېږي نو ځکه له هغه هېواده کره خبرونه ترلاسه کول خورا ګران دي.

موږ د تاپي ګيس نللیکې پروژې د چارو اوسني وضعیت په اړه د پاکستان د انرژۍ چارو له وزیر حماد اظهر او د توانایۍ وزارت له سېکرټر اصف حیدر شاه سره څو ځلې رابطه وکړه، خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.

البته په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف پارلېماني استازي او د انرژۍ چارو د کمېټۍ مشر عمران خټک مشال راډیو ته وویل چې د تاپي پروژې په اړه له حکومتي تګلارې نه دی خبر او په وروستیو وختونو کې په کمېټۍ کې پر پروژې بحث هم نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG