د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ پرلتوال وايي د امنیت تر پاخه ډاډ پورې احتجاج ته دوام ورکوي


په باجوړ کې د امنیت لپاره پرلت د اګست له ۱۹مې راهیسې روان دی - د اګست ۲۳مې انځور.
په باجوړ کې د امنیت لپاره پرلت د اګست له ۱۹مې راهیسې روان دی - د اګست ۲۳مې انځور.

د باجوړ د پرلت مشرانو ویلي دي چې تر هغو چې ورته چارواکو په ضلع کې د امنیت پوخ ډاډ نه وي ورکړی، احتجاج ته دوام ورکوي.

دا احتجاج د اګست پر ۱۹مه پیل شوی چې پکې ګډونوال یې د هدفي بریدونو او ناامنیو مخنیوي غوښتنې کوي.

د پرلت د عامله یا ایکشن کمېټۍ یو غړي نثار باز خان د اګست ۲۳مې پر ماښام له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، احتجاج ته دوام ورکوي. "موږ دا فیصله کړې چې تر هغو چې د دې هېواد هغه چارواکي نه وي راغلي چې واک، اختیار لري او موږ ته یې د امن ډاډ نه وي راکړی، خپل احتجاج جاري ساتو."

ده زیاته کړه چې په پرلت کې د سیمې د ټولو سیاسي ګوندونو مخکښ غړي ناست دي، "دا د باجوړ د قام احتجاج دی او له ریاسته امن غواړي."

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د قبایلي ضلعو په ګډون په ټولو سیمو کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی.

پشتین د باجوړ پرلت ته په وینا کې وویل چې حکومت دې د هدفي حملو مخه ونیسي - د اګست ۲۳مې انځور.
پشتین د باجوړ پرلت ته په وینا کې وویل چې حکومت دې د هدفي حملو مخه ونیسي - د اګست ۲۳مې انځور.

د اګست پر ۲۳مه پرلت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشین هم ورغلی وو او هلته یې په وینا کې وویل چې امنیتي ادارې باید وسله وال بیا منظمېدو ته پرې نه ږدي.

نوموړي په وینا کې زیاته کړه چې د نورو قبايلي سيمو په څېر په باجوړ کې هم هدفي بریدونه روان دي چې باید یې حکومت مخه ونیسي.

په باجوړ کې له یوې مودې راهیسې په وسله والو بريدونو کې یوشمېر سیاستوالان او مشران په نښه شوي دي. د اګست پر ۱۵مه د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال او د خار ښاروال سید باچا ګاډی د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شوی وو چې پکې نوموړی برسېرن ټپي شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۲۷مه وسله والو په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې یو مخکښ سیاستوال مفتي بشیر محمد وواژه. تر دې د اپرېل پر ۱۳مه هم د جمعیت علمای اسلام یو بل غړی او د سرکاري ښوونځي استاد قاري شفیع په بمي برید کې ووژل شو.

خو له باجوړ پرته د جولای له پای راهیسې په شمالي وزیرستان، پېښور، سوات، کوز دیر او مومندو کې خلکو د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي. دا ولسي غونډې تر هغې وروسته پیل شوې دي چې په یوشمېر ضلعو کې بریدونه وشول او خلکو د وسله والو ډلو د بیا منظمېدو دعوې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د سولې مذاکراتو ته دوام ورکړی دی. هغې ناقانونه ډلې البته په وروستیو میاشتو کې په بریدونو کې د ککړتیا تورونه رد کړي دي او وايي چې هغه اوربند ته ژمن دی چې له حکومت سره یې په جون کې تر نامعلومې مودې وغځاوه.

خو د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې له ټي ټي پي پرته نورې وسله والې ډلې هم فعاله دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په ټوله صوبه کې د امنیت ټینګښت هڅې کوي.

د اطلاعاتي چارو لپاره د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته ویل، د صوبايي حکومت او ضلعي انتظامیې چارواکو په باجوړ کې له پرلتوالو سره خبرو ته دوام ورکړی دی او ورته ډاډ ورکوي چې حکومت د امنیت ټینګښت ذمه وار دی.

ده وویل، حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره ځکه د سولې مذاکرات کوي چې ورسره په سیمه کې سوله وشي.

سیف د اګست په پیل کې هم مشال راډيو ته ویلي ول چې حکومت هېچا ته د عملدارۍ د چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG