په کراچۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند ،عوامي نيشنل ګوند مشران، وکيلان او د بشري حقونو فعالان وايي چې پولیس دا پښتانه تر نیولو وروسته تر څو ورځو په تاڼو او ځانګړو کيمپونو کې ساتل کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر وکیل وايي، د سیند های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د مارچ پر ۱۰مه ځینو مهمو اړونده چارواکو ته په عدالت کې د حاضرېدو امر کړی دی.
د مومندو ضلعې پولیسو ویاند عبدالوهاب مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر پینځمه د افغانستان له غاړې داغل شوی توغندی د مومندو د خوېزو په فقیر اباد کې ير یوه کور لګېدلی چې پکې دوه ښځې او یو ماشوم ژوبل شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې د مارچ پر درېیمه هم له باجوړه تر جنوبي وزیرستان پورې د غځېدلې کرښې دواړو خواوو ته په بېلابېلو ځایونو کې بریدونه شوي دي چې پکې لا د مرګژوبلې معلومات نه شته.
پاکستان په کابل کې د خپل سفارت ممکنه بندیدو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.
په انګور اډه کې تر نامعلومه وخته پولې ته نژدې سکولونه تړل شوي او بازار هم بند دی. چارواکو پر خلکو غږ کړی چې له غیر ضروري تګ راتګه دې ډډه وکړي.
د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران د روانو بریدونو په ترڅ کې د دې هیواد سترمذهبي مشر ایت الله علي خامنايي د وژنې پرضد په پاکستان کې له تشدده ډکې مظاهرې شوې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ د فبرورۍ پر ۲۸مه پر اېکس پاڼه په یو بيان کې دعوه کړې چې پوځ يې په افغانستان کې د عملياتو له پيل راهيسې ۳۳۱ افغان طالب وسلوال وژلي او تر ۵۰۰ زيات ژوبل دي.
نور وښیئ