د پاکستان ۲۰۱۸ کال عمومي انتخابات پای ته ورسېدل خو تر شا يې ځينې داسې نتيجې پرېښودې چې ډېرو يې تمه نه درلوده. په دې ټاکنو کې د ځينو ګوندونو مهمو مشرانو ماتې خوړلې ده. دوی ويلي چې د دې شکست وجه تر ټاکنو مخکې د مقابل کانديد يا امېدوار لپاره شوی کمپاين او تر ټاکنو مخکې درغلي يا Pre-Poll Rigging دی.