په ۲۰۱۳ کې د پاکستان پیپلز ګوند د پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني زوي علي حیدر ګیلاني وسله والو له پنجاب صوبې هغه مهال وتښتو چې نوموړی په ټاکنیز کمپاین بوخت و. په هاغو ټاکنو کې تر ټولو زیات زیان عوامي نیشنل ګوند ته اوښتی و. د ټاکنو لپاره د کمپین پر مهال ددغې ګوند مخکښ او د خېبر پښتونخوا د هغه وخت سئنیر وزیر بشیر بلور ووژل شو.