په داسې حال کې چې روان کال له ایران او پاکستانه په لکونو شمېر کې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، ډېری یې هڅه کوي په سرښار کابل کې د کرایې کورونه ونیسي.
په اګست میاشت کې خیبر پښتونخوا صوبه سختو ورښتونو او سېلابونو وځپله. د بونېر ضلع هم د خلکو د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو شاهده وه.
کنډ یا چیړ به تاسو لیدلي وي چې د ځینو ونو په تنو د ژاولو په شان سریښ وي. د عربي هیواد عمان د ظفار دوکه دره یوه داسې سیمه ده چېرته چې د چیړو ۵،۰۰۰ ونې ولاړې دي.
په کابل کې د سایکل ځغلونې د ملي فدراسیون لخوا په دغه ښار کې د لسګونو سایکل چلوونکو ترمینځ مقابله وشوه. د دوی له مینځه د افغانستان د سایکل ځغلولو د ملي لوبډلې غړي ټاکل کېږي. د فرانسې خبري اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.
په جنوبي امریکايي هیواد اېکواډور کې د حکومت پرضد د راپورته شویو احتجاجونو پرمهال نښتې شوې دي. احتجاج کوونکي د تازه عملي شویو حکومتي تګلارو خلاف دي او له ولسمشر څخه د استعفا غوښتنه کوي.
په برلین کې د ټېکنالوژۍ په یو نندارتون کې داسې عینکې هم د نندارې لپاره اېښودل شوې چې په کېمره سنبالې دي، په شيشو کې يې نقشې ښکاري او په ژوندۍ بڼه ژباړه هم کولای شي. د اسوشيېټېد پريس اژانس له وېډيو جوړ راپور وګورئ.
که څه هم په ایران کې ښځې د حکومت لخوا پر دوی په بېلا بېلو برخو کې د محدودیتونو او د حجاب د قانون له وجې د مشکلاتو شکایتونه کوي خو په هغه هېواد کې یو شمېر ښځې داسې هم دي چې موټرسایکلونه چلوي.
د افغانستان په معاصر ادب کې پیرمحمد کاروان په نظم او نثر دواړو میدانونو کې نادره تخلیقات وړاندې کړي دي. د پښتو ژبې د شعر کره کتونکي د کاروان شعرونه د ورېښمو په شان نرم ګڼي.
د سیند صوبې چارواکي وايي په سرښار کراچۍ او شاوخوا نورو سیمو کې باران او ورسره تړلو نورو پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان په امر له هغه هېواده د افغان کډوالو کډې خپل هېواد ته روانې دي. دا ستنېدنه په اګست میاشت کې په رضا وه خو د سېپټېمبر له پیله په جبري توګه پیل شوې ده.
په فرانسه کې د نوي وزیراعظم له ټاکل کېدو راهیسې پراخې مظاهرې پیل شوې دی. سباستین لېکورنو د سېپټېمبر په نهمه نېټه د فرانسې د نوي وزیراعظم په توګه خپله دنده پیل کړه.
د کونړ وروستیو زلزلو له ۲،۲۰۰ زیات کسان ووژل، زرګونه یې ژوبل او لکونه نور یې بې کوره کړل. هلته اوس هم د وړې کچې زلزلې راځي او خلک لا هم ړنګو کورونو ته له ننوتلو ډارېږي
نور وښیئ