د بېشوڼۍ خلک وايي د سېلاب ناورین دوی د رواني (نفسیاتي) ستونزو سره مخامخ کړي دي. ځینو یې مشال راډیو ته وویل چې په ځانګړي ډول ماشومان یې ډارېږي او چې په اسمان وریځ هم ووینې نو فکر کوي چې سېلاب راروان دی.
له پاکستانه د افغان کډوالو کډې د چمن او تورخم له لارې افغانستان ته روانې دي. په سېپټېمبر میاشت کې دا لړۍ ډېره تېزه شوې ده. په تورخم کې افغانستان غاړې ته د عمري په نوم یو کیمپ جوړ شوی چې له پاکستانه اېستل شوي کډوال پکې لنډه دمه کوي.
ملګري ملتونه وايي د جګړو، طبیعي ناورینونو او د مالي مرستو د کمبوت له وجې په اسیا او په ځانګړې توګه په افغانستان کې خلک له لوږې او خوارځواکۍ سره مخامخ شوي دي.
د سوات انتظامیې د سېپټېمبر له نهمې نېټې راهیسې د سوات سیند پر غاړه د ابادو هوټلونو، رسټورانټونو او نورو ودانیو نسکورول پیل کړي دي. د انتظامیې دریځ دا دی چې دا ابادۍ د تجاوزاتو په بڼه شوي دي.
د سیند په مرکز کراچۍ کې افغان کډوال له تېرو څو لسیزو راهیسې اباد دي. دوی وايي، اوس په دې پوه شوي چې د پاکستان حکومت ورته نور مهلت نه ورکوي او خامخا یې وباسي نو ځکه د کور اوزار په نیمه بیه خرڅوي او افغانستان ته روان دي.
په غزه ښار کې د جګړې له وجې د بې کوره شویو په یو کیمپ کې د ځوانانو او ماشومانو لپاره د موسیقۍ او سندرو زده کولو یو مرکز جوړ شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د افغانستان د زلزله ځپلو سیمو ليدنه کړې او پر دې مهال يې د ځپل شویو کسانو زړورتیا ستایلې ده. هغې ځپل شویو کسانو ته د مرستو په رسولو کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار کړی دی.
د پاکستان کرکټ لوبډلې مشر روزونکی وايي د هندي لوبغاړو رويې مايوسه کړی دی. مايک هيسن زیاتوي چې د پاکستانۍ لوبډلې د لوبې بایللو سربېره غوښتل چې هندي لوبغاړو ته لاس ورکړي خو هغوی داسې و نه کړل. بلخوا د هند د کرکټ ټیم مشر له ځانه دفاع کړې ده.
۳۸ کلن اېګور میخایلوف له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په سترګو مکمل ړوند دی. خو هنر یې خلک ځان ته حیرانه کړي دي.
. نوموړي له لسیزو راهیسې په پښتو، هندکو او اردو ژبو په ټلویژني، راډیويي او سټېج ډرامو کې رول لوبولی دی. د مشال راډیو خبریالې اسما ګل د عشرت عباس ژوند او فن ته کتنه کړې ده
لږ تر لږه ۸۰ زره افغانان تېره میاشت له پاکستانه ایستل شوي چې دا ستنېدنه په اګست میاشت کې په رضا وه خو د سېپټېمبر له پیله په جبري توګه پیل شوې ده. تفصيل د صفي الله ستانکزي په دې راپور کې وګورئ
په داسې حال کې چې روان کال له ایران او پاکستانه په لکونو شمېر کې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، ډېری یې هڅه کوي په سرښار کابل کې د کرایې کورونه ونیسي.
نور وښیئ