د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یونېسف ویلي چې د کورونا وایرس د خپرېدو په اوج کې بندیزونو په نړۍ کې پر کابو یو نیم میلیارد کم عمره زدهکوونکو اغېز کړی دی.
ګروسي اته میاشتې وړاندې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر شو او له هغه راهیسې دا ایران ته د نوموړي لومړنی سفر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۱۹مه ویلي چې د مایک پامپېو تر دې اقدام ۳۰ ورځې وروسته به "پر ایران د ملګرو ملتونو یو لړ بندیزونه بیا ولګېږي."
ځانګړې عدالتي جرګګۍ له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د نیدرلینډز (هالینډ) په هیګ کې د مقدمې اورېدنه کوله او فیصله یې د شیعه وسله والې ډلې د مشکوکو غړو په غیرحاضرۍ کې واوروله.
دا له هغه وروسته ده چې په دې هیواد کې تر ۱۰۰ ورځې زیاته موده کې د کورونا ناروغ نه وو موندل شوی.
په عین وخت کې لوکاشېنکا هم په مېنسک کې د خپلو پلویانو جلسې ته په وینا کې وویل چې د ناټو اېتلاف ټانکونه یې د هېواد پولو ته نېږدې درول شوي او غواړي
دا د واشنګټن او بیجنګ ترمنځ د وار له مخه ترینګلیو اړیکو په ضمن کې تازه اقدام دی چې امریکا د اګست پر ۱۳مه وکړ.
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دواړو هېوادونو د موافقې منځګړتوب کړی چې ورسره سم، متحده عرب امارات د خلیج لومړنی هېواد شو چې له اسراییلو سره
پامپېو وویل: "موږ په ډاګه کړې، موږ په تاریخ پوهېږو. موږ پوهېږو چې پخوا روسیې طالبان تجهیزول، موږ پوهېږو چې ایران تر نن ورځې پورې هم د طالبانو سمبالولو ته دوام ورکړی
اسماعیلي تور پورې کړ چې مصاحب چې د ایران او اسټریا د ملګرتیا ټولنې مشري یې کړې، له جرمن او اسراییلي استخباراتو سره تړاو لري او "بهرنیو ته" یې د ایران "د
وزيراعظم حسن دیاب د ده د کابینې د دریو نورو وزیرانو له استعفا وروسته په یوه ټېليویژني وینا کې وویل چې استعفا کوي څو وکولای شي له خپلو خلکو سره ودرېږي او یو ځای وروسته د بدلون لپاره مبارزه وکړي.
د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون ځانګړې ووبپاڼه ښيي چې د اګست تر ۱۰مې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس ټولې ۵،۰۴۴،۸۶۴ پېښې ثبت
نور وښیئ