په ایران کې د پولیسو په تحویل کې د مهسا امیني په نامه د یوې ښځې د مړینې پرضد په مظاهرو کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي. ایرانیو اخلاقي پولیسو ۲۲ کلنه امیني د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب د قانون سرغړونې په تور نیولې وه چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه مړه شوه. مظاهره چیان وايي، هغه د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې.