ولسمشر ټرمپ د صدارتي فرمانونو په لاسليکولو سره د امريکا او مېکسيکو پر سرحد بیړنی حالت اعلان کړ او زیاته یې کړه چې هلته به د غیرقانوني کډوالو د مخنيوي لپاره پوځيان استوي.
ال ثاني خبري غونډې ته دا هم وویل چې موافقه په درې پړاوونو کې عملي کېږي. د ده په وینا، په لومړۍ مرحله کې به د ۴۲ ورځني اوربند پر مهال ۳۳ اسراییلي یرغملیان خوشې کېږي او اسراییلي سرتېري به د غزې له ګڼ مېشتو سیمو وځي.
د سعودي عرب غيرسرکاري ادارې، رابطه العالم اسلامي مشر وویل "په اسلام کې د نجونو پر زده کړو هېڅ بندیز نشته او هېڅوک بايد د دې لپاره شرعي بهانې ونه لټوي".
د پاکستان د تعلیم وزیر خالد مقبول صدیقي وايي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو استازي د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي هېوادونو په دې غونډه کې برخه نه اخلي.
د "رابطة العالم الاسلامي" په نوم د اسلامي نړۍ د غير حکومتي سازمان بيان زياتوي چې د افرادو یا ډلو لخوا هر هغه قانون یا کړنې، چې د نجونو د زدکړو مخه نیسي، له اسلامي لارښوونو سره په "ټکر" کې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې دا هم ویلي دي چې مېسري او متقي د کرکټ په ترڅ کې "د همکاریو پر زیاتولو" هم خبرې وکړې ځکه چې د "افغانستان ځوان کهول" هغې لوبې "ته خورا زیات ارزښت ورکوي."
د یادې ټولنې جوړونکي وايي، د پښتو میوزیک انسټیټیوټ هدف د پښتو موسیقۍ ساتل او د هغه د پرمختګ لپاره کار کول دي.
په بيان کې راغلي دي چې پوځي عدالتونه عدالتي خپلواکي او شفافيت نه لري او د اورېدنو لپاره لازمي قانوني شرطونه نه پوره کوي.
نور وښیئ