د اېنډي هين او الېګزینډر ډريوک کورنيو د جون پر ۱۵مه وويل چې له هغوی سره یې وروستی تماس يوه اوونۍ مخکې شوی وو.
په عین حال کې، لويديز هېوادونه چمتووالی نيسي چې اوکراین ته د نورو وسلو او پوځي سامانونو د ورکولو اعلان وکړي. کییف په بیا بیا د هغو وسلو غوښتنه کړې.
بیان زیاتوي چې په ليدنو کې به پر دوه اړخيزه امنیت، تجارت، له ايرانه پاکستان ته د بجلۍ واردولو، پر پوله د بازارونو جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمينځ د سړک او رېل لارو باندې خبرې اترې کېږي.
په سېوېرودونېڅک کې سخته جګړه په داسې مهال روانه ده چې د روسیو ځواکونو تر کنټرول لاندې په بندري ښار ماریوپول کې د نس ناستي او قي (هیضې) وبا خپره شوی ده.
د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي جنوب ختیځې سیمې زاپوریژیا ته ورغلی. هغه ويلی د دې کار هدف "د اوکرایني سرتېرو د مېړانې او خدمتونو" ستاينه کول دي.
دې ټولپوښتنې ته د ۶۹ کلن توقایېف د هغې یوې هڅې په توګه کتل کېږي چې د نظربایېف تر تقاعد (رېټایر کېدو) یا د واک مودې ختمېدل رسمي کړي او له سیاسي ډګره د هغه وتل یقیني کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې پر پلان اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې نوي عملیات سیمه ییز ثبات زیانمنولای او امریکايي ځواکونو ته خطر پېښولای شي.
هر کال په دې ورځ په روسیه کې د ملي بریا د ورځې په نامه عامه رخصتي وي. نن(مې نهمه) به په مسکو کې ولسمشر ولادیمیر پوتين د پوځي پریډ څارنه کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د اوکراین پلازمېنې کییف ته نږدې د روسي ځواکونو د یرغل پر مهال د شپیتو ممکنه جنګي جنایتونو په اړه اسناد ټول کړي.
مسکو ژمنه کړې ده چې د مې له پینځمې څخه تر شپږمې پورې به د نورو کسانو د ایستلو لپاره روانه اوونۍ پوځي کارروايي دروي.
نور وښیئ