د اروپايي ټولنې د پلوۍ نظریات لرونکي میکرون د اپرېل پر ۲۴مه ۵۸ فیصده رایې ترلاسه کړې دي او ښي لاسې له پېن ۴۱ سلنه ووټونه ترلاسه کړل.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین دعوه کړې ده چې د اوکراین ماریوپول ښار یې تر شاوخوا دوو میاشتو نښتو وروسته، د ده په وینا، " ازاد " کړی دی.
اسراییلي پولیسو په یو بیان کې ویلي په سلګونو فلسطینیانو د دوی پر پوځیانو د کاڼو او پټاخو ګوزارونه کړي دي. د بیان له مخې دغه پېښه د بیت المقدس د زوړ ښار په غربي دیوال کې د یهودانو له عبادتځای سره نېږدې د سهار تر لمانځه وروسته شوې ده.
په عین وخت کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د مسکوا په نوم یوه بحري بېړۍ یې په تور سمندرګي کې د عملیاتو پرمهال د زیانمنېدو له وجې ډوبه شوې ده.
د روسیو تجهیزاتو کاروانونه له مختلفو خواوو څخه د مشرقي دونباس سیمې پر لوري روان دي او امریکايي ولسمشر جو بایډن په لومړي ځل ویلي چې د روسیې جنګ د "نسل وژنې یا توکموژنې" په زمره کې راځي.
جو بايډن ويلي چې دا کار د هند په ګټه کې نه دی او دا اقدام د اوکراین په جګړه کې د امریکا غبرګون ته هم زیان رسولی شي.
دغه مرکز د روسيې لخوا تر بمبار لاندې سیمو نه د ولسي وګړو د ویستلو لپاره استعمالېدلو. یادې کمپنۍ په خپور کړي بیان کې، د مرګ ژوبلې تصدیق کړی دی. پر سوشل میډیا په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په لسګونه وګړي وژل شوي او په خوا کې یې سامانونه پراته دي.
امریکا او برتانیې د اپرېل پر شپږمه د روسیې پرضد نوي اقدامات اعلان کړل چې پکې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر دوو مشرو لوڼو د بندیزونو بېساری اقدام هم شامل وو.
نور وښیئ