د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې موندنې ښيي چې پر امنیتي اندېښنو سربېره په یوشمېر مرکزي او ختیزو اروپايي هېوادونو کې د دوو داسې چینايي شرکتونو د څارګرو کیمرو کارول زیات شوي دي چې له چینايي دولت سره اړیکي لري. داهوا او هېکوېژن د نړۍ پر کچ د څارګرو کیمرو جوړوونکي تر ټولو لوی شرکتونه دي.