د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د بهرنيو چارو لپاره د طالبانو له سربرست وزير امير خان متقي سره پر ټليفون خبرې کړې دي.
ټام وېسټ وايي، په دوحه کې یې د "د افغانستان راتلونکي فکر فورم" په نوم غونډه کې له یو شمېر افغانانو او د امریکا له شریکانو سره کتلي دي.
متقي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې پرون د روسیې، چین، پاکستان او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سمرقند د غونډې په درشل کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر پراختیا اندېښنه وښوده.
د اپرېل پر ۱۳مه د افغانستان د هغو ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان په سمرقند کې د څلورمې غونډې په درشل کې د افغانستان پر ستونزو بحث کړی دی.
اکمل امیر د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو افسر وو چې اوسمهال د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د یوې ډلې یو مشهور قوماندان وو.
ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې فساد، قتل، هدفي وژني، د نشهيي توکو قاچاق، انسان تښتونه او د پیسو مینځل لا هم روان دي.
اسوشيېټېډ پریس اژانس په کابل کې د یو بل ديني عالم، توريالي همت چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت برخه دی، له خولې ليکلي چې نجونو ته باید د زده کړو زمينه برابره شي.
په افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې له ۶۰۰ ښځينه کارکوونکو څخه یې ۴۰۰ افغانانې دي او په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د ټولو ۳،۹۰۰ کارکوونکو له ډلې یې ۳،۳۰۰ افغانان دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق هم پر ټوېټر په بیان کې ویلي، د طالبانو د حکومت دا اقدام پر نړیوالو ټولنې او ملګرو ملتونو د فشار راوستو لپاره دی چې په رسمیت یې وپېژني.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا دا نه مني چې ګنې افغانستان کې ترهګرې ډلې د پیاوړي کېدو په حال کې وي او یا هم داسې ګواښ موجود وي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په ضد وکارول شي.
نور وښیئ