وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته څرګنده کړې وه چې که د دوحې په غونډه کې دوی، د یوازیني مسوول لوري په توګه ګډون وکړي او د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمینځ د ټولو مسایلو په اړه د واضح خبرو اترو زمینه برابره کړي نو د طالبانو ګډون به ګټور وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وايي، دا خبره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د فبرورۍ پر ۱۴مه په افغانستان کې د روسیې له سفیر دېمېتري ژېرېنوف سره په کابل کې په کتنه کې کړې ده.
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې دغه شان ویلي چې د طالبانو د جبري حجاب د فرمان مخالف کسان په دې اړه د غږ د پورته کولو له امله له لوړو ګواښونو سره مخامخیږي.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دا لوبه د فبرروۍ پر دویمه د کوربه هیواد سريلنکا په پلازمېنه کولمبو کې پیل شوې وه او نن په څلورمه ورځ د سرلنکا په بریالیتوب پای ته ورسېده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي او بندیزونو چارو ډلې په نړۍ کې د اسلامي دولت (داعش) او القاعده شبکو د فعالیتونو په اړه په خپل ۳۳م رپورټ کې د طالبانو حکومت له القاعدې سره په نېږدې اړیکو تورن کړی او دعوه یې کړې چې هغې شبکې د افغانستان په څو ولایتونو کې روزنیز مرکزونه او تاسیسات جوړ کړي دي.
د روڼتیا یا شفافیت نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې د ۲۰۲۲م کال پرتله درغلۍ یا اداري فساد زیات شوی دی.
نور وښیئ