د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي القاعده شبکې افغانستان کې نوي روزنځایونه جوړ کړي دي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د غړو هېوادونو استازي پر یو پرېکړه لیک د رایې ورکولو پر مهال - پخوانی انځور.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د غړو هېوادونو استازي پر یو پرېکړه لیک د رایې ورکولو پر مهال - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، القاعده شبکې په افغانستان کې د وسلوالو د روزنې اته مرکزونه جوړ کړي او د هغې ډلې لوړپوړي غړي لا هم په هغه هېواد کې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي او بندیزونو چارو ډلې په نړۍ کې د اسلامي دولت (داعش) او القاعده شبکو د فعالیتونو په اړه په خپل ۳۳م رپورټ کې د طالبانو حکومت له القاعدې سره په نېږدې اړیکو تورن کړی او دعوه یې کړې چې هغې شبکې د افغانستان په څو ولایتونو کې روزنیز مرکزونه او تاسیسات جوړ کړي دي.

د امنیت شورا د جنورۍ ۲۹مې په رپورټ کې راغلي دي چې القاعدې په غزني، لغمان، پروان، اوروزګان ولایتونو کې څلور روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

په رپورټ کې راغلي چې القاعده شبکه په پنجشېر کې د وسلو زېرمتون او په کابل، هېلمند، هرات او فراه ولایتونو کې تاسیسات لري.

رپورټ کاږي چې هغه شبکه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې موجوده ده او تازه یې په ننګرهار، نورستان، کونړ او پروان ولایتونو کې پینځه نوې مدرسې فعالې کړې دي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي او بندیزونو چارو د کمېټۍ رپورټ رد کړی دی او پکې یې شوې دعوې رد کړې دي.

په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو دقیق شمېر معلوم نه دی خو د امنیت شورا په رپورټ کې راغلي دي چې د هغې وسلوالې ډلې ۱۰ مخکښ او پېژندلي غړي، چې نومونه یې نه دي یاد شوي، په افغانستان کې مېشت دي.

په رپورټ کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیتونو د محدودولو په موخه د طالبانو هلې ځلې د هغوی ترمینځ د یو لړ اختلافاتو لامل شوي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

رپورټ د ټي ټي پي، داعش او نورو ډلو په اړه څه ویلي؟

په رپورټ کې راغلي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د افغان طالبانو د یوځای کېدونکو کسانو شمېر لوړ شوی دی.

د رپورټ پر بنسټ القاعده شبکه هم په دې کې ونډه لري او د پاکستانیو طالبانو په تجهیز او د هغې ډلې د وسلوالو په روزلو کې مرسته کوي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې په افغانستان کې د ټي ټي پي د پټنځایونو او روزنځایونو د موجودیت تورونه رد کړي دي او دریځ لري چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

د امنیت شورا په رپورټ کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې یادونه هم شوې ویلي یې دي چې هغه ډل د سیمي او افغانستان لپاره "تر ټولو ګواښ" دی.

په رپورټ کې راغلي چې د داعش ډلې د بریدونو لومړي اهداف شیعه ګان، وروسته طالبان او بیا ملکي وګړي دي.

رپورټ کاږي چې طالبانو د داعش د ماتې ادعا کړې، خو هغه وسلواله ډله لا هم په افغانستان کې بریدونه کوي.

امنیت شورا ویلي چې د داعش د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر مشهور دی لا هم ژوندی دی. پاکستانیو رسنیو په تېر اوړي کې خبر ورکړی وو چې نوموړی کونړ کې په یو برید کې وژل شوی دی.

طالبانو هغه مهال د المهاجر د وژل کېدو په اړه هېڅ نه ول ویلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په رپورټ کې په افغانستان کې د داعش ترڅنګ د یو شمېر نورو وسلوالو ډلو د موجودیت په اړه هم ویل شوي دي.

په رپورټ کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ، اسلامي جهاد اتحاد، خطیبه امام البخاري، ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ او یوشمېر نورو ډلو نومونه راغلي چې په افغانستان کې موجودې دي او فعالیتونه کوي.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو او د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونو او سازمانونو د طالبانو حکومت له القاعدې ډلې سره د "ټینګو اړیکو" په لرلو تورن کړی، خو هغوی دا تور ردوي.

البته واشنګټن د ۲۰۲۲ز کال د جولای پر ۳۱مه په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژنې خبر ورکړی وو.

طالبانو هغه مهال په افغانستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې هغه برید غندلی خو ویلي یې ول چې له هغه ځایه یې د هېچا مړی نه وو ترلاسه کړی او دا چې په دې اړه یې پلټنې دوام لري.

د طالبانو د حکومت دریځ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې په "افغانستان کې د القاعدې مرکزونو د شتون" او د طالبانو په واکمنۍ کې د ځینو وسلوالو ډلو د فعالېدو په اړه د امنیت شورا هغه "ناسم تور په کلکه ردوي."

په بیان کې راغلي، "متاسفانه د ملګروملتونو له ادرس څخه د افغانستان پر اسلامي امارت باندې د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پيل شوی چې تل پروپاګند کوي."

مجاهد په بیان کې لیکلي دي چې د طالبانو حکومت پوهېږي چې "د امنیت شورا ځینې غړي هېوادونه په افغانستان له شکست سره مخامخ شوي، [چې] هغوی به طبعاً خپله کینه پالي او داراز افواهات به خپروي."

نوموړي له هغو هېوادونو څخه چې د طالبانو له حکومت سره "ښې اړیکې" لري غوښتنه کړې ده چې "باید اجازه ور نه کړي" چې په دې ډول رپورټونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا "حیثیت خراب شي او تصامیم یې د څو هېوادونو د سياسي اهدافو پر محور وڅرخېږي."

مجاهد په بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې "د القاعدې اړوند هېڅوک شتون نه لري" او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو حکومت هېچا ته د افغانستان د خاورې د بل هېواد پرضد د کارېدو اجازه نه ورکوي.

که څه هم ذبیح الله مجاهد په دې غږیز بیان کې له هر ډول وسله‌والو ډلو سره اړیکې رد کړي، خو امنیت شورا په خپل رپورټ کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر قومندانان د طالبانو منظمې مرستې ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG