د متحده ایالاتو او روسيي د بهرنیو چارو وزیران نن په جینیوا کې د سوريي د تازه تحولاتو په باب په خپلو کې غونډه کوي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د سوريې د کيمياوي وسلو په برخه کې د ماسکو وړانديز ګټور وباله، خو دا يې هم وويل چې بيا به هم پوځ پر سوريې د احتمالي بريد لپاره تيارسي وي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ماسکو د دې وړانديز ملاتړ وکړ چې؛ له مخې يې د سوريې رژيم خپلې ټولې کيمياوي وسلې نړيوالو ته سپاري. خو د امريکا ولسمشر سربيره پر دې چې د سوريې د رژيم دغه...
روسیې پر سوریې ټینګار کړی دی چې د خپلو کیمیاوي وسلو زیرمه دې نړېوالې ټولنې ته وسپاري څو د دې هېواد پر ضد د پوځي اقدام مخه ونیسي.
امریکا وايي، که د سوریې حکومت د یوې اونۍ په ترڅ کې خپلې ټولې کیمیاوي وسلې نړېوالې ټولنې ته وسپاري، نو امریکا به د دې هېواد پرضد پوځي عملیات ونه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري یو وار بیا پر سوریې د امریکا د احتمالي پوځي بریدونو ملاتړ کړی دی. نوموړې چې؛ پرون یې په پاریس کې د عربي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل ویلي د کیمیاوي وسلې د کارولو..
د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو پرون د سوریې په وړاندې د امریکا له دریځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاترین اشټن وايي؛ د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د...
د امریکا متحده ایالات او ځیني لویدیځ متحدان یي په سوریې باندې د پوځي حملې ملاتړ کوي او وایي، د بشار الاسد ځواکونو په ملکیانو زهري غاز استعمال کړی او باید د دغه وحشیانه عمل سزا ورکول شي.
د شل ډلې د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه پرون د روسيې په سنت پيترزبورګ ښار کې پرانستل شوه. د نړۍ د شلو پرمختلليو هيوادونو مشران په دې غونډه کې د اقتصادي ودې، کار موندنې، د بانکونو د شفافيت او د ماليې له نه ورکولو سره د مقابلې په اړه خبرې کوي.
د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې قضیه د امریکا د نماینده ګانو مجلس ته وړې، څو په سوریه کې د مشخصو پوځي عملیاتو په اړه ملاتړ تر لاسه کړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما بیا ټینګار وکړ چې؛ نړېواله ټولنه د سوریې د کېمیاوي وسلو د وحشیانه حملې په وړاندې چپه خوله نشي پاتې کېدای.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې؛ مسکو به پر سوریي د پوځي حملې لپاره د ملګروملتونو د پریکړه لیک ملاتړ وکړي که ثابته کړي چې دمشق پر خپلو خلکو زهرجن ګاز استعمال کړی دی:
نور راوښيه