د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۹

د امريکا پوځ د سوريې بريد ته لاهم تيارسي دي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د سوريې د کيمياوي وسلو په برخه کې د ماسکو وړانديز ګټور وباله، خو دا يې هم وويل چې بيا به هم پوځ پر سوريې د احتمالي بريد لپاره تيارسي وي.

د امريکا ولسمشر وايي، د سوريې د کيمياوي وسلو د خوندي ساتلو لپاره به د روسيي وړانديز ته يو فرصت ورکړي خو ورسره به پر سوريې د احتمالي پوځي بريد لپاره پوځ د تيارسۍ په حالت کې وساتي.

بارک اوباما په خپلې تلويزيوني وينا کې، چې له سپينې ماڼۍ تيره شپه په مستقيم ډول خپره شوه، وويل، دا تر وخت مخکې خبره ده چې وويل شي د سوريي د کيمياوي وسلو په اړه به د ماسکو وړانديز کامياب شي که نه شي:

« د بشار الاسد رژيم اوس دا منلې ده چې دا وسلې لري او حتي دا يې هم ويلي چې د دې وسلو د نه کارولو په نړيوال کنونسيون کې به هم شامل شي. دا به ډيره تر وخت مخکې وي چې وويل شي د روسي دا پيشنهاد به کامياب شي او که نه؟ خو دا وړانديز د دې ظرفيت لري چې د زور له کارولو پرته د کيمياوي وسلو د استعمال مخه ونيول شي. ځکه چې روسيه د اسد کلک متحد هيواد دي»

د امريکا ولسمشر دا هم وويل، که چيرته ديپلوماسي ناکاميږي بيا به د تيار سي په حالت کې چمتو پوځ ته امر وکړي چې د اسد رژيم پرضد لاس په کار شي.

د روسيې د وړانديز له مخې چې د دوشنبې په ورځ يې وکړ، نړيوال څارونکي به سوريې ته استول کيږي، څو د دغه هيواد کيمياوي وسلې خوندي کړي او بيا به بالاخره دا وسلې له منځه وړل کيږي. له دغه پلان سره دمشق موافقه کړې ده او پر وړانديز يې لاسليک کړي دي.

د امريکا ولسمشر دا هم وويل چې دي به د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي او متحد ايالتونه به له خپلو متحدانو، فرانسې او بريتانيا سره يوځاي له روسيې او چين سره کار وکړي څو د ملګرو ملتو په امنيت شورا کې پر پر پريکړه ليک موافقه وشي.

تمه ده چې په دې لړ کې د پنجشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په جينوا کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره خبرې وکړي.

بارک اوباما يو ځل بيا دا خبره وکړه چې پر سوريې به بريد معين زمان ولري او مشخص اهداف به په نښه شي، همداراز به په دې حمله کې امريکايي پلي پوځيان برخه وانخلي.

په واشنګتن کې د امنيتي او دفاعي چارو يوه متخصص مارک جاکوبسن وايي، د اوباما پلان عملي ښکاري:

« زما په فکر روسان به پوه شي چې دا ريښتونې هڅه ده چې امريکا له هغوي سره د ديپلوماتيکي حل لارې د موندلو لپاره کار کولو ته چمتو ده، خو امريکا د پوځي عملياتو اختيار هم له مخې نه لرې کوي، له ځينو اړخونو چې ورته ځير شو اوباما دواړو امکاناتو ته يو ډول ګوري، ده په ځانګړي ډول يو شمير هغه وړانديزونه رد نه کړل چې روسانو امنيت شورا ته وړاندې کړي وو، خو په عين وخت کې زما په فکر هغه دا ښکاره کړه چې د سوريې په برخه کې يو ډول فشار ته اړتيا شته څو خپلې کيمياوي وسلې وسپاري»

امريکايي چارواکي دا انديښنه لري چې د ماسکو له دې وړانديزه د بشار الاسد رژيم يو ډول استفاده ونه کړي، څو په دې توګه له پوځي فشاره وژغورل شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG