د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۹

کري: د سوریې د رژیم پر ضد د اقداماتو ملاتړ په زیاتیدو دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري یو وار بیا پر سوریې د امریکا د احتمالي پوځي بریدونو ملاتړ کړی دی.

نوموړې چې؛ پرون یې په پاریس کې د عربي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل ویلي د کیمیاوي وسلې د کارولو له کبله د بشارالاسد د رژیم پرضد د یو جزايي پوځي اقدام څخه نړېوال ملاتړ په زیاتیدو دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، په سوریه کې د کیمیاوي وسلې د کارولو په اړه د ملګرو ملتونو د څیړونکې د راپور له بشپړیدو وروسته واشنګټن د یو پریکړه لیک د صادریدو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته ورستنیدل ناممکنه نه ګڼي.

جان کري پرون د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره یوځای په پاریس کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په دې اړه تر اوسه پریکړه نه ده کړې.

جان کري چې د عربي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له غونډې وروسته یې خبرې کولې وویل، د کیمیاوي وسلې د کارولو له کبله د سوریې د رژیم پر ضد د اقداماتو ملاتړ په زیاتیدو دی:

"موږ نن پرهغه اقداماتو بحث وکړ چې؛ نړېواله ټولنه کولی شي د سوریې د رژیم پر ضد یې ترسره کړي څو بیا له سرې کرښې پښه وا نه ړوي.

یو شمېر هېوادونو سمدستي هغه توافق لاسلیک کړ چې؛ د شلو اقتصادي هېوادونو په غونډه کې ترلاسه شوی و.

د دې هېوادونو شمېر اوس دولسو ته رسیږي او ټاکل شوې ده چې؛ دا هېوادونه به په راتلونکو څلور ویشت ساعتونو کې په دې اړه اعلامیې خپرې کړي."


جان کري د هغو شکونو په هکله چې د بشار الاسد د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلې د کارولو په اړه شته وویل:

"دا د تخیل ځای نه دی، دا یو ډول حدس او ګومان هم نه دی، د هغو شواهدو په بنسټ چې موږ نړېوالو ته وړاندې کړي معلومه شوې ده چې؛ د بشارالاسد رژیم د اګست په یو ویشتمه نیټه یوولس ځله له کیماوي وسلې کار اخیستی.

اسد په نړۍ کې د کیمیاوي وسلو یوه له لویو زیرمو لري او په اړه یې خبرو ته چمتو نه دی.

دا باوري ده چې؛ که نوموړی خپل ځان له ګواښ سره مخ وویني بیا به له دې وسلې کار اخلي."


خپله د سوریې ولسمشر بشارالاسد د امریکا د سي بي ایس تلویزون سره په مرکه کې چې ټاکل شوې ده دوشنبې به خپره شي له کیماوي وسلې کار اخیستل رد کړې او ویلي یې دي داسې هیڅ ثبوت نه شته چې وښيي داسې یوه حمله ترسره شوې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پاریس کې خبریالانو ته وویل داسې ویډیويي تصویرونه لري چې ثابتوي له کیماوي وسلې استفاده شوې ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG