که څه هم حماس پرون له اوربند سره موافقه وکړه خو څرګنده نه ده چې په غزه کې امن به څومره دوام وکړي.
د دې ډلې وياند سميع ابوظهري نن وويل، حماس د اختر د رارسېدو او د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر اساس څلورويشته ساعته اوربند ته غاړه ږدي.
په غزه کې دغه عمليات وروسته له هغې له سره پيل شول چې اسرائيل پرون په دې ځاى کې د خپلو پوځي عملياتو پر مهال ٢٤ساعته اوربند اعلان کړ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ هڅه وکړه چې؛ د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند ټینګ کړي؛ خو په غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات اتلسمې ورځې ته...
فلسطيني چارواکي وايي، چې نن د ورځې په پيل کې د اسرایيل له خوا په شوې بمبارۍ کې د يوې کورنۍ د ۵ غړيو په شمول په غزه کې ۷ کسه وژل شوي دي. په دې نښته کې د "دير البلح" په سيمه...
د مصر چارواکو ژمنه وکړه، هغه بريدکوونکي به مجازات کړي چې د ليبيا پولې ته څېرمه يې ٢١ سرحدي ساتونکي وژلي دي.
په داسې حال کې چې د سوریې په درې کلنې کورنۍ جګړه کې څه دپاسه ۱۷۰ زره کسان وژل شوي، ټاکل شوې د دغه هېواد د رژیم مشربشارالاسد نن د جمهوري ریاست د یوې بلې اوه کلنې دورې لپاره د لوړې مراسم په ځای کړي.
اسراییل نن په غزه کې ۴۰ نور اهداف ويشتلي دي. له بلې خوا فلسطيني جنګياليو هم لږ تر لږه ۲۰ راکټونه د اسراییل پر لور ويشتلي دي. دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو له خوا پر...
د فلسطینیانو مشر له ملګروملتونو غوښتي چې د فلسطینیانو د قلمرو او وګړو په ساتنه کې مرسته وکړي. محمود عباس پرون په یوه بیان کې وویل چې؛ په غزه کې حالات نور نو د زغم وړ نه دی.
پر غزې د اسرایلو د هوایې بریدونو د تلفاتو شمیر تر ۱۲۰ ډیر شوی دی. نن د دغو بریدونو پنځمه ورځ ده. داسې راپورونه ورکړل شوي چې؛ په کې د اسراییلو له لوري د بریدونو د ختمېدو هیڅ نښې نه ښکاري.
په داسې حال کې چې د داعش تندلاري د عراق او سوریې تر منځ سرحدي سیمو کې نور پرمختګ هم کړی، د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر د عراق د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې.
د عراق پارلمان له رخصتیو وروسته د نوي رییس پر ټاکلو موافقه ونه کړه او غونډه ګډه وډه پای ته ورسیده. سرپرست مشر مهدی الحافظ وکیلانو ته وویل؛ بله غونډه به راتلونکې اونۍ وي...
نور راوښيه