د عراق پارلمان له رخصتیو وروسته د نوي رییس پر ټاکلو موافقه ونه کړه او غونډه ګډه وډه پای ته ورسیده.
سرپرست مشر مهدی الحافظ وکیلانو ته وویل؛ بله غونډه به راتلونکې اونۍ وي؛ څو یوې موافقې ته ورسیږو.
له دود سره سم پخوا د پارلمان رییس سني و؛ یو مرستیال یې شیعه وو او بل یو یې هم کرد.
په ورته وخت کې عراقي ځواکونو د تکریت ښار د بېرته نیولو لپاره عملیات پيل کړې دي. دغه ښار چې د عراق په شمال کې دی شاوخوا درې اونۍ مخکې داعش یا د عراق او شام د اسلامي دولت وسله واله ونیو.
د دغې افراطي سني ډلې مشر ابوبکر البغدادي په یوه صوتي پیغام کې چې پرون خپور؛ شو د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې؛ هغو سیمو ته چې دوی په عراق او سوریه کې نیولې دي ورشي؛ څو هلته یو اسلامي دولت جوړ کړي.
وروسته تر دې چې د داعش ډلې البغدادي ته د خلیفه لقب ورکړ؛ دا د ده لومړي پیغام دی چې خپریږي.
د ملګرو ملتو له راپور سره سم یوازې د جون په میاشت کې په عراق کې تر ۲۴۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي او نژدې ۲۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتو د بشري چارو د هماهنګۍ د دفتر ویاند "جینس لیارک" په عراق کې تر یو میلیون د زیاتو عراقیانو د بې ځایه کیدو خبر ورکوي:
"په هغه څه چې موږ پوهیږو، هغه دا ده چې، دغه اوس تر یومیلیون او دوه لکه ډیر کسان بې ځایه شوي دي. یوازې د جون د میاشتې له پیله تر اوسه شپږنیم لکه کسان بې ځایه شوې دي."
د عراق د تحولاتو په ترڅ کې د دغه هېواد د کردستان د خود مختاره سیمې مشر مسعود البرزاني ویلي دي؛ چې د خپلې سیمې د استقلال لپاره به یوه ټول پوښتنه وکړي.
البرزاني بي بي سي ته وویل: "موږ په کردستان کې ټول پوښتنه کوو او د خپلو خلکو له پریکړې سره سم وړاندې ځو."
البرزاني د دې نظر پوښتنې لپاره مشخصه نیټه اعلان نه کړه؛ خو ټینګار یې وکړ چې، په راتلونکو څو میاشتو کې به وشي.
بل لور ته یوه ایراني چارواکي ویلي دي؛ چې ایران نه غواړي چې عراق ته پوځیان واستوي؛ خو که چېرته بغداد د خپلو ځواکونو لپاره له دوی څخه وسلې وغواړي؛ نو وسلې به ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال "حسین امیر عبدالله یان" پرون د ماسکو د سفر پر مهال وویل؛ عراق غښتلي پوځي ځواکونه لري او تر اوسه یې له ایران څخه د پوځي مرستو غوښتنه نه ده کړې.
بل لور ته د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې؛ بغداد ته شاوخوا درې سوه نور پوځیان واستوي؛ څو د خپل سفارت امنیت تامین کړي.