پر غزې د اسرایلو د هوایې بریدونو د تلفاتو شمیر تر ۱۲۰ ډیر شوی دی. نن د دغو بریدونو پنځمه ورځ ده.
داسې راپورونه ورکړل شوي چې؛ په کې د اسراییلو له لوري د بریدونو د ختمېدو هیڅ نښې نه ښکاري.
د حماس ډلې چارواکو نن ویلي چې؛ اسراییلي الوتکو د شپې مهال کورونه؛ دولتي ادارې او د لومړي ځل لپاره په غزې کې جوماتونه په نښه کړي دي.
اسرایل د حماس ډله تورنوي چې په جوماتونو؛ ښونځیو او کورونو کې وسلې ذخیره کوي.
د اسراییلو په وینا حماس په دې کار سره د ملکي وګرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
په غزې کې د روغتیا وزارت ویاند اشرف الخدره وایي؛ چې د شپنیو عملیتو په نتیجه کې د تلفاتو شمیر تر ۱۲۰ اوښتی دی.
د هغه په وینا څه باندې ۹۲۰ تنه نور په دغو پیښو کې ټپیان شوي دي.
ویل کيږي چې، په قربانیانو کې لسګونه تنه ملکي وګړي دي.
په غزې کې د بیړنیو خدماتو یو مسوول وایي؛ په غزې کې د معیوبینو پر یوه مرکز د اسرایلو په بمبارۍ کې دوې معیوبې نجوني وژل شوي دي.
دا پنځمه ورځ ده چې، پر غزې د اسرایلو بمباري دوام لري او د راپورونو له مخې د دغو بریدونو د دریدو هیڅ نښه نه لیدل کیږي.
د اسراییلو صدراعظم وایي، د اسراییلو بمباري به تر هغو دوام ولري چې؛ پر اسراییلو د فلسطین له لوري د وسله والو ډلو راکټي بریدونه نه وي کم شوي.
بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ چې هیڅ نړیوال فشار به موږ د بشپړ ځواک له کارولو منع نه کړي.
د اسراییلو پوځ وایي، د حماس د قومانده مرکزونه، ذخیرې او د دغې ډلې راکټ اندازونه یې په نښه کړې دي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتي چې؛ د یوه سمدستي اوربند سپارښتنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنري ناوې پېلي پرغزې د اسراییلو هوایي عملیاتو پر مشروعیت یې شک ښودلی دی.
هغه له دواړو لورو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي.