د آذربایجان یو ښکلی سیند دا مهال د ناولو اوبو قرباني شوی دی. د نفتو زیات تولید او چاپېریال ته د نه پاملرنې له کبله په دې سیمه کې ژوند کول ستونزمن شوي دي. د باکو ښار په څو مترۍ کې د دغه چټل ساحل په اړه دا پوښتنه مطرح کېږي چې د دې سیند مسوول څوک دی؟
د پاکستان په لاهور کې د زهرجنې او ککړې هوا له امله هره ورځ ۷۰زره کسان روغتون کې بستريږي. حکومت بېړنی وضعيت اعلان کړی او له خلکو يې غوښتي چې ماسک وپوښي او له اړتيا پرته له سفر کولو ډډه وکړي. لاهور ښار چې د لسو میلیونو څخه زيات نفوس لري، تېره اوونۍ د نړۍ د چټلو ښارونو په لېست کې اعلان شو.
مثلث: ایا د هند او افغان طالبانو اړیکي په ښه کېدو دي؟
بروکسل د نومبر په ۱۴مه اعلان وکړ چې، د اروپايي ټولنې د نهو غړو هېوادونو له لارې به اوکراین ته د خپل هوايي دفاعي سیستم او بالستیک توغندیو د پیاوړتیا لپاره ۳۰۰ میلیونه یورو ورکوي.
اوومه ورځ، له سعید شینواري سره
د نړۍ د سوک وهنې یو پخوانی اتل مایک ټایسن له سوک وهونکي او یوټیوبر جک پاول سره لوبه کوي. ټایسن ۵۸ کلن او جک پاول ۲۷ کلن دی. تر لوبې مخکې د وزن کشۍ په وخت د ټایسن او پاول مخامخ کېدو هم زیاته غوغا جوړه کړې.
۳۲ کلنه اولینا کولیک، ۱۰ کلنه کریلو، ۲ کلن دیمید او ۲ میاشتنۍ ماشومه اولیانا، د اوکراین پر کریویوریه سیمه، د روسيې توغندیز برید کې ووژل شول. پهدې برید کې د ماشومانو په شمول ۱۴ تنه ټپيان شوي هم دي.
کوچي اریوبي د سربیا په بلګراد ښار کې د افغاني خوړو رستورانت جوړ کړی دی. هغه په ۲۰۱۶ کال کې سربیا ته کډوال شو، لومړی یې د ژباړن په توګه کار پيل کړ او وروسته یې خپل رستورانت جوړ کړ.په بلګراد کې د ازادې اروپا راډیو /ازادي راډیو د بالکان څانګې خبریالې ایوا مارتینویڅ پرې راپور جوړ کړی.
دا خوړنځای پهداسې حال کې په کابل کې فعاليت کوي، چې د نړيوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، له تېرو درې کلونو راهيسې افغانستان کې د نجونو او ښځو کاري بوختيا په تېزۍ سره کمه شوې ده.
د ایران پلازمېنه تهران کې، د پوهنتون یوې محصلې په انګړ کې ځان نیمه لوڅ کړ، چې له امله یې ونیول شوه او د رواني ناروغیو ډاکتر ته معرفي شوه. د هغې په ملاتړ، د بشري حقونو لندن مېشتې فعالې رخسارنه محمد خاني هم د لندن مرکزي میدان ته نیمه لوڅه لاړه او د ځان فلم یې واخیست.
د افغانستان په جنوب کې کروندګرو له وچکالۍ سره د مبارزې او د کښتونو د ژغورلو نوې حل لارې موندلي دي. په کندهار کې کروندګر وايي، په کمو اوبو خپلې کروندې اوبه کوي، او د پخوا پرتله يې حاصلات ښه دي. خو دا چې دې کروندګرو کومې حل لارې موندلي چې له وچکالۍ او د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزې کوي؟
د ازادي راډيو خبريال الياس داعي د تاوتريخوالي او فساد پر وړاندې د يو بېپورا غږ په توګه کلونه-کلونه د ويرې او خطر د سيوري لهمنځه خپلو اورېدونکو ته حقيقتونه وړاندې کول. د الیاس داعي یوازینی اولاد د هغه یوه پنځهنیم کلنه لور ده چې (مهرباني) نومیږي او اوس په هلمند کې د داعي له کورنۍ سره ژوند کوي.
نور راوښيه