فرید بشارت د رزمي لوبو په تر ټولو معتبره سازمان یو اف سي کې لوبیږي. ده دیارلس لوبې کړي او هېڅ ماته یې نه ده خوړلې. فرید تر خپل مشر ورور جاوید بشارت وروسته یو اف سي ته ولاړ او دواړه په ګډه تمرینونه هم کوي. له فرید بشارت سره د ازادي راډیو د خبریال صفي الله ستانکزي ځانګړې مرکه دلته کتلی شئ
هرات کې دايره پلورونکي له سوړ بازار شکايت کوي او وايي، پخوا يې د خوښيو د مراسمو په جوړېدو سره بازارونه ښه وو. پر افغانستان د طالبانو په بياځلي واکمنېدو سره چې پر موسيقۍ بنديز لګېدلی، ډېری خلک خپل د خوښۍ محفلونه بېموسيقۍ تېروي.
په داسې حال کې چې سږ کال د پاکستان د لوړې مالیې یا ټکس له امله له کندهاره د انارو صادرات کم شوي، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو د ټولنیزو رسنیو له لارې یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د صالونونو مالکان وهڅوي څو د ودونو او نورو مراسمو پر مهال وطني تازه مېوې، په ځانګړي ډول انار وکاروي.
ترکیې په وروستيو کې د البانیا په تیرانای ښار کې د ۳۰ میلیون یورو په ارزښت یو جومات جوړ کړی دی. دغه جومات په ۱۰زره متر مربع ځمکه کې د یوې کلیسا ترڅنګ جوړ شوی دی. د البانیا تقريبا نیمايي وګړي مسلمانان دي.
اوومه ورځ، له سعید شینواري سره
د اسیا د ایمرجنګ کپ د اتلې لوبډلې روزونکي رییس احمدزي سره ځانګړې مرکه
د هغه د زدهکړو، شخصي ژوند او سياسي لوړو ژورو په اړه مفصل معلومات دې ويډيويي راپور کې ننداره کړئ:
ټرمپ د فلوریدا ایالت په پالم بیج کې د خپلو پلویانو تر منځ وينا وکړه او زیاته یې کړه چې، په راتلونکو څلورو کلونو کې به د امریکا لپاره خپلې کړې ژمنې عملي کوي. ټاکل شوې چې د متحدهایالاتو نوی ولسمشر به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰ لوړه وکړي او خپل کار پیل کړي.
د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا ته د افغانانو غبرګونونه
دکابل اوسیدونکي دامریکا دټاکنو په هکله څه وايي ؟
په امریکا کې رأی ورکوونکي د سې شنبې په ورځ د رایو صندوقونو په لور لاړل څو ولسمشر انتخاب کړي. د جمهوريپال کانديد ډونالد ټرمپ او ډيموکراتانو کاندیدې کاملا هارېس ترمنځ سخته سیالي روانه ده.
د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې رایه اچونه دوام لري
نور راوښيه