له پاکستانه ایستل کېدونکي کډوال اجازه نه لري خپل وسایل افغانستان ته یوسي بريټانوۍ بندي جوړه وايي د طالبانو زندان د دوزخ په څېر دی. ایران کې سږنی نوروز مرګونی وو ټرافیکي پېښو کې ۸۸۰ کسان مړه شوي. او د نولس کلنو کرکټ ټیم نیپال ته ماته ورکړه. دا په هایلایټ خبرونو کې چې صفي الله ستانکزی یې وړاندې کوي.
په اوکراین کې د روسیې په یوه توغندیز برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي
د پاکستان د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي د خپلې صوبې پولیسو او پوځیانو ته امر کوي چې افغان کډوال په زور ونه باسي. د راپورونو له مخې لږ تر لږه اته لکه افغان کډوال د تابعیت کارتونه لري. دغو کډوالو ته ویل شوي وو چې د مارچ تر ۳۱مې له راولپنډۍ او اسلام اباد ووځي که نه په زور به وایستل شي.
هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم خبرونه
د امریکا نوی تعرفې د عامو خلکو پر ژوند څه اغیزې لرلی شي؟
د مهمو خبرونو هایلایټ، د اسدالله لودین سره
اختر لکه نور بیلابیل موضوعات د اسلامي هیوادونو په ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري. ډیری شاعرانو ورته بیلابیلو فورمونو کې شعرونه لیکلي دي. افغان شاعرانو هم دا کار کړی دی، پېژندل شوي شاعر پیرمحمد کاروان هم اختر ته یو شعر لیکلی چې د ده په خپل غږ یې اورو.
حکومتونه کومې بڼې لري؟ د طالبانو حکومت په کومه کټاګوري کې راځي؟ په افغانستان کې د فدرال سیستم مخالفین ولې دغه سیستم نه غواړي؟ د دغو او نورو پوښتنو ځوابونه د ملالۍ بشیر په کوربه توب په پوښتنه خپرونه کې د افغانستان د دفاع له پخواني مرستیال وزیر شاه محمود میاخېل څخه اورئ.
په میانمار کې د زلزلې د مړو شمېر تر زرو واوښت
د زلزلي شدت د ریښتر په کچه ۷،۷ درجې اټکل شوی. د لومړنیو معلوماتو له مخې په تایلند کې ۹ کسان او په میانمار کې د دې زلزلې له کبله ۱۴۰ کسان وژل شوي دي
د اوکراین ساحلي ښار اديسه د روسیې د پوځ د بېپیلوټه الوتکو د پراخو بریدونو هدف وګرځېد
کراچۍ کې افغان کډوال د ستنېدو پرېکړې اندېښمن کړي دي
نور راوښيه