یو کال مخکې پهدې ورځ حماس ډلې پر اسرايیل ناببره حمله وکړه، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یرغمل کړل. اسرايیل پر دغه هېواد د حماس ډلې د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت نن دوشنبه یادغونډه وکړه. نور په دې راپور کې:
په هرات ولایت کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه یوه زوروه زلزله راغلې وه، چې پهکې ګڼو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه رسېدلي وو. په زندهجان کې خلک وايي چې، د ولایت د نورو سیمو په ېیر دغلته هم د زلزلې یو کال تېرېدو سره کورونه، ښوونځي او روغتونونه ړنګ پراته دي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
پر اسراییلو د حماس د برید یو کال پوره شو. حماس یو کال مخکې د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې له ۱۲۰۰ ډېر کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور يې برمته کړل. شاوخوا ۱۰ کسان لا هم له حماس سره برمته دي، خو ډېری یې وژل شوي دي. حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.
د الکساندر چسوف په نوم يو بڼوال چې د نړۍ د يو لوی کدو روزنه يې ترسره کړې، په يوه حيرانوونکې سيالۍ کې ګټونکی شو. دا سيالي د هغو کسانو ترمنځ چې لوی کدوان روزي، د روسيې د نبات پېژندنې په يو لرغوني باغ کې جوړه شوې وه. نور په ويډيو کې:
د اوکراين لوی څارنوال وايي، د روسيې له لوري د جنګي بنديانو د ټولوژنې په اړه څېړنې کوي. په ټولنيزو شبکو کې تازه يوه ويډيو خپره شوې چې، د اوکرايني چارواکو په وينا روسي سرتېري پهکې ليدل کېږي چې د اوکراين جنګي بنديانو باندې ډزې کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له مسکو وغوښتل څو دغه ډله له تور نوملړ څخه لرې کړي، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرته له دې چې دې موضوع ته اشاره وکړي، له لوېدیځو هېوادونو غوښتنه وکړه څو د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي
په افغانستان کې د ښځو د اعتراضونو په دوام، دا ځل معترضو مېرمنو په کابل کې په دېوالونو اعتراضي شعارونه ولیکل. دغه اعتراض په پټه توګه ترسره شوی او معترضو مېرمنو خپلې ویډیوګانې له رسنیو سره شریکې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وایي، امریکا د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د قطر په پلازمېنه دوحه کې فعالیت کوي.
د ځايي کروندګرو په خبره د وروستيو ورښتونو او اقليمي بدلون له امله سږکال د کندهار انګورو حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. دغه راز بل پلو د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر تازه مېوه د ماليې ۱۸سلنه لوړولو له امله هم بڼوال او د تازه مېوو سوداګر زيانمن شوي دي.
ایا د ښځې ږغ عورت دی؟ دا هغه پوښتنه ده چې ځواب یې د (پوښتنه) خپرونې په لومړیو څو برخو کې اورو. ملالۍ بشیر د خپرونې په دوهمه برخه کې له دیني عالم مفتي منیر شاکر سره خبرې کړي دي.
غورځنګ وايي، پوليسو بيا د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه کې د هغوی د راتلونکې جرګې لپاره پر جوړ شوي انتظامي کمپ بريد کړی. د انتظامي کمپ مشرانو مشال راډيو ته ويلي، پوليسو د اکټوبر په دوهمه ماسپښين درې بجې د دوی کمپ ته اور ورته کړ او د غورځنګ پر غړو يې اوښلن ګاز وکاراوه او مخامخ ډزې يې ورباندې وکړې.
اسرايیلو پر دغه هېواد د ایران له توغندیز برید وروسته د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱مه) د ور اوښتو زيانونو ارزونه پیل کړه.
نور راوښيه