د ایران د کورنیو چارو پخواني وزیر د هېواد له سیاسي مشرانو غوښتي چې د ایران د جنجالمن اټومي پروګرام د برخه لیک په اړه ریفرنډم یا ټولپوښتنه ترسره کړي. دی وایي، هغه تاوانونه چی ایران د خپل اټومي پروګرام له امله له حده زیات تاوانونه
د ایران د اومو تېلو پر صادراتو د اروپايي ټولنې بندیز پرون عملاً نافذ شو. دا د اروپايي ټولنې له خوا د ایران د اټومي پروګرام پرضد د اقداماتو په لړ کې تر ټولو سخت بندیزونه بلل شوي. د جولای لومړۍ نېټه د ایران لپاره یوه ډېره بده ورځ وه. په دې ورځ د ایران د لانجمن اټومي
د شرابو استعمال تل د ایراني کلتور یوه برخه ده، د فارسي په شعرونو کې تل شرابو ته اشاره شوې ده، خو په ایران کې د 1979 میلادي کال د انقلاب راهیسي د شرابو استعمال ممنوع اعلان شوی دی. که څوک له دې امره سرغړونه وکړي نو د دُرو، په ووهلو به جریمه شي او یابه په حبس محکوم شي.
نن سې شنبې د ايران او د ملګرو ملتو د پنځو دايمي غړيو او د جرمني د استازيو د غونډې دوهمه ده. دا غونډه پرون په ماسکو کې په دې هدف جوړه شوه چې د ايران د اتومي لانجې لپاره يوه حل لاره پيدا شي. روسيه وايي، له دې خبرو به نن يوه معقوله نتيجه ترلاسه شي..
ایران د نړۍ له شپږو قدرتونو سره په تیرو خبرو کې چې په اسټانبول او بغداد کې ترسره شوې، په دې ونتوانید، چې دغو هېوادونو ته قناعت ورکړي، چې اټمي پروګرام یې سوله ییز دی. د اځل مسکو چې د دریم ځل خبرو کوربه دی او له تهران سره ښې اړیکې لري، هڅه کوي...
تازه رپوټونه وايي، چې په ایران کې د خلکو ترمنځ د الکهولیکو مشروباتو استفاده زیاته شوې ده. ایراني مقاماتو په دې اړه شدیده اندیښنه څرګنده کړې ده. خو د دې عوامل څه دی؟ په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب سره سم، د اکهولو پر څښاک بندیز ولګید.
د ایران د هستوي پروګرام مهم مذاکره کوونکی ۴۷ کلن سعید جلیلي له وړاندې د ایران د حکومت په یو شمېر کلیدي څوکیو کې کار کړی دی. د ایران د اسلامي انقلاب د «سپا پاسداران» پخوانی غړی ښاغلي جلیلي چې راسته پښه یې ۲۴ کاله وړاندې د ایران او عراق
د ایران مذاکره کوونکې د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې د ایران د اټمي پرو ګرام په اړه خبرې، چې ټاکل شوې ده روانه میاشت په مسکو کې ترسره سي، کومه نتیجه به ورنه کړي، ځکه چې د دې خبرو لپاره سم تیاری نه دی نیول شوی. د ایران داټومي پروګرام، مذاکرکوونکې ″علي باقري″ وویل،
د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد په پیکنګ کې د شانګهاي سازمان په غونډې کې د ناظر په توګه ګډون کړی و او د جمعې په ورځ یې د چین له جمهور ريیس هوو ژینتاو سره وکتل. د چین جمهور ريیس له احمدي نژاد څخه وغوښتل، چې د خپل اټمې پرګرام په اړه باید واقعیتونو ته پام وکړي.
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنۍ ادارې د داسې تصویرونو په اړه خبر ورکړي، چې د تجارتي ستلایټ په واسطه اخستل شوي او دا په کې ښکارې چې ایران دوه داسی ودانۍ ورانې کړي چې فکر کیږی اټمي ازمایښتونه یې پکې تر سره کول. د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې مشر د دوشنبي ...
د ایران د هستوي پروګرام پر خلاف د امریکا او اروپا له خوا بندیزونو، هندي شرکتونو ته د خامو تیلو د واردولو په برخه کې او د بیمې، د بانکي حسابونو په حل او فصل کې خنډونه رامنځ ته کړي دي. په هندوستان کې مالي کال دوې میاشتې وړاندې پای ته ورسید.
د عراق په مرکز کې د ايران د اتومي لانجې په اړه خبرې داسې ښکارې چې پريکنده نتيجه يې نه ده ورکړې. د ايران، د ملګرو ملتو پنځو دايمي غړيو، بريتانيا، فرانسې، روسيې، چين، امريکا او همدا راز د جرمني استازيو د چهارشنبې
نور راوښيه