د ایران د اومو تېلو پر صادراتو د اروپايي ټولنې بندیز پرون عملاً نافذ شو. دا د اروپايي ټولنې له خوا د ایران د اټومي پروګرام پرضد د اقداماتو په لړ کې تر ټولو سخت بندیزونه بلل شوي.
د جولای لومړۍ نېټه د ایران لپاره یوه ډېره بده ورځ وه. په دې ورځ د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په خاطر د دې هېواد د اومو تېلو پر صادراتو د اروپايي ټولنې بندیزونه عملاً نافذ شول.
د دې اعلان په سبا د سپاه پاسداران انقلابي ځواک درې ورځني پوځي تطبیقات پيل کړل چې د ډېرو کارپوهانو په نظر، دا د ایران د پوځي ځواک د ښودلو لپاره یوه ننداره وه.
د اروپايي ټولنې د بندیزونو رسمي پرېکړه چې د جنوري میاشتې په وروستیو کې وشوه، غړي هېوادونه د ایران د پتروشیمي تولیداتو او د اومو تېلو له پېرودلو او د هغو وسایطو له بیمه کولو منع کوي، چې د ایران تولیدات لېږدوي.
د اروپايي ټولنې اکثریت غړو هېوادونو چې له بندیزونو مخکې یې د ایران د تېلو د تولید په سلو کې شل اخیستل، د جولای له لومړۍ نېټې وروسته له ایران سره چې اقتصاد یې لادمخه له ستونزو سره مخامخ و، تجارتي راکړه ورکړه بنده کړه.
د انرژۍ د نړیوالې ادارې IEA د محاسبې له مخې سږکال د ایران د اومو تېلو په صادراتو کې په سلو کې 40 کموالی راغلی.
د PFC په نوم د انرژۍ د یوه نړیوال مشورتي شرکت یو تن مسوول مشر جمي ویبسټر د اروپايي ټولنې د بندیزونو د اغېزو په اړه وايي:
"اکثرو دې هېوادونو لادمخه د ایران د خامو تېلو اخیستل بند کړي و، او یایې اوس دا کار پیل کړی چې دا په ورځ کې تقریباً شپږلکه بېرلو ته رسېږي. په بندیزونو کې له وروستي ناڅاپي زیاتولي مخکې ایران په ورځ کې دوه اعشاریه دوه میلیونه بېرله صادرول، نوځکه هغو مشتریانو ته په پام سره دا اغېز پرې کوي."
وېبسټر زیاتوي، چې ایران ددې بندیزونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره ډېرلږ امکانات لري، که څه هم د کارپوهانو په نظر د بهرنیو اسعارو زېرمې او د تېلو د خرڅلاو عواید ښايي له سختو بندیزونو سره سره په نژدې راتلونکې کې د ایران د رژیم له بقا سره مرسته وکړي.
د اقتصاد پوهانو په نظر د عامو ایرانیانو لپاره چې زیات انفلاسیون او د لومړنیو موادو اوچتو بیو لادمخه ځورولي، د نویو بندیزونو معنا دا ده چې سختې ورځې یې په مخکې دي.
د اوچتو بیو په وړاندې د اعتراض د یوې نښې په توګه ځینو ایرانیانو تېره اونۍ د وچې ډوډۍ او شیدو له اخیستو څخه د دریو ورځو لپاره ډډه وکړه.