د اعدام شوو کسانو کورنۍ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې له افغان حکومت او د بشر د حقوقو له ارګانونوڅخه وغوښتل؛ چې په ایران کې د افغان کډوالو د اعدامولو مخه ونیسي.
وروسته له دې چې په ایران کې د یورانیمو د غني کولو په یوه مهم مرکز کې د پرمختللو سنترفیوژونو د نصب په اړه نوی راپور خپور شو، تهران د نړېوالې ټولنې له نوېو فشارونو سره مخامخ شوی.
د ایران د اسلامي جمهوریت تر ټولو وحشت ناکه شخص علي فلاحیان اعلان وکړ، چې د جون د ۱۴ مې جمهوري ریاست په انتخاباتو کې کاندید دی.فلاحیان، چې د ایران د شورای نخبګان غړی دی، د پخواني جمهور رئیس هاشمې رفسنجانې په حکومت کې د استخباراتو وزیر و او د زیات شمېر ایرانیانو په وژنې تورن دی.
د ايران خراب اقتصادي وضعيت او د حکومت پاليسيو هم ګڼ افغان کډوال اړ کړل چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، يا هم لوېديځ- ترکيې او يونان ته مخه کړي.
ایران په نظر کې لري، څو د جمهوري ریاست تر انتخاباتو دمخه پر انټرنټي فعالیتونو سانسور لا سخت کړي. د راپورونو له مخې ایراني مقاماتو په دې وروستیو کې د انټرنټي فعالیتونو یو اوږد لست جوړ کړی؛ چې له هغې څخه ګټه اخیستل جرم ګڼل کیږي. په دې فهرست کې د انتخاباتو د تحریم کولو غوښتنه،
د ایران ولسمشر د یکشنبې په ورځ د ایران د اسلامي انقلاب د څلور دیرشمې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې وویل ، لویدیځ باید د خپلو نظریاتو د تپلو لپاره له خبرو اترو څخه د یوې وسیلې په توګه کار وانه خلي .
د ایران د ولسمشر نژدې ملګری سعید مرتضوي وروسته له دوه ورځو بند څخه له ایوین زندانه راخوشې شوې دی، هغه چې اوس د یوې لويې معتبرې دولتي موسسې مسوول دی یو لوړ رتبه پخوانی قضایي کارکونکې وو، چې د زندانیانو په شکنجې، وژنې او هم له دولتي شتمنیو...
فارین پالیسي وايي، په داسې حال کې چې ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ دویمه دوره پیل کړې ده، د امریکا متحده ایالاتونه، د ایران سره د ورو تویدونکي کړکیچ په برخه کې د واقیعت د شیبې سره مخ دي....
ایراني رسنۍ وايي، چې دا هېواد بیا غواړي چې فضا ته بیزو ولېږي. ایران پخوا هم هڅه کړې وه، خو بریالی شوی نه و. د ایراني رسنیو د راپور له مخې دا هېواد به د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې د یوه راکټ په وسیله بیزو فضا ته واستوي....
د نړېوالې اټومي انرژۍ د ادارې د پلټونکې هیت مشر وایي، هیله من دی چې په تهران کې د روانې اونۍ په خبرو کې به دغه هیت ته اجازه ورکړل شي چې د پارچېن له پوځي تاسیساتو کتنه وکړي.
د ايران د پوځ مشر د شنبې په ورځ ترکيې ته خبردارى ورکړ، چې له سوريې سره پر پوله يې په خاوره کې د ناټو د توغندي ضد سيسټم نصبول به له سوريې سره د شخړې خطر رامنځته کړي.
په پام کې ده، چې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې IAEA یوه ډله نن د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه له ایراني چارواکو سره په تهران کې خبرې وکړي. تمه ده، چې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې هیات به په نننیو خبرو اترو کې پر اسلامي جمهوریت فشار راوړي..
نور راوښيه