د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۲

"هیله ده، چې ایران به د پرچین تاسیساتو ته د تګ اجازه راکړي"


هېرمن ناکاریرېتس
هېرمن ناکاریرېتس
په پام کې ده، چې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې IAEA یوه ډله نن د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه له ایراني چارواکو سره په تهران کې خبرې وکړي.

تمه ده، چې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې هیات به په نننیو خبرو اترو کې پر اسلامي جمهوریت فشار راوړي، څو د خپل اټومي پروګرام، د دې پروګرام د مسوولانو او هغو ځایونو په اړه IAEA ته معلومات برابر کړي، چې دا اداره فکر کوي ښايي د مشکوکو اټومي وسلو په جوړولو کې به ښکېل وي.

هېرمن ناکاریرېتس Herman Nackaerts چې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له خوا د اټومي څېړنو د هیات مشري کوي وویل، د ده ډله چمتو ده چې یوازې د ایراني چارواکو د هوکړې په صورت کې د پرچین مشکوکو تاسیساتو ته ولاړه شي:

"په دې سفر کې زموږ هدف دا دی چې د ایران په تومي پروګرام کې له احتمالي پوځي ابعادو سره د اړوندو مهمو مسایلو د حل په مقصد د یوې منظمې تګ لارې په اړه موافقې ته ورسېږو. د دې تګلارې په اړه خبرې له نژدې یوکال راهیسې روانې دي.

موږ همداراز هیله من یو چې ایران به موږ ته اجازه راکړي څو د پرچین تاسیساتو ته ولاړ شو او که ایران هلته زموږ د تلو ضمانت راکړي، نو موږ به د دې اقدام هرکلی وکړو او هلته تلو ته چمتو یو."


د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ نړیواله اداره شک لري چې اسلامي جمهوریت ښايي پلازمېنې تهران ته نژدې د پرچین په تاسیساتو کې اټومي تجربوي چاودنې کړې وي، خو د لویدیځ دا تورونه چې ګنې ایران په پټه د اټومي وسلو د جوړولو هڅې کوي، د تهران له خوا رد شوي. ایراني چارواکي وايي چې له اټومي پروګرام څخه د برېښنا په تولید او د درملو جوړولو په تحقیقاتو کې کار اخلي.

ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ د ولسمشر محموداحمدي نژاد له قوله راپور ورکړ چې وايي، ده آن په ۲۰۰۷ کال کې لا اعلان کړی و، چې ایران د سوله ییزې اټومي ټکنالوژۍ د ټولو اړخونو په لرلو سره نورنو په یوه اټومي هېواد بدل شوی، خو ده زیاته کړه چې ځینې ایراني چارواکي له دې سره مخالف دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتیکې ډلې مرستیالې مشرې هیلګا شمېد د ایران د اټومي پروګرام لپاره د مرکچي له مرستیال علي باقري سره خبرې کړې دي.

رویټرز خبري آژانس د اروپايي ټولنې د یوه مقام له قوله په راپور کې ليکي چې دې دواړو استازو د ایران او شپږو قدرتونو ترمینځ د خبرواترو د نوي پړاو لپاره د نوې نېټې د ټاکلو په اړه بحث وکړ.

د روان کال د خبرو دریو واړو پړاوونو چې برتانیا، متحدو ایالاتو، فرانسې، جرمني، روسیې او چین برخه پکې درلوده نتیجه ورنکړه.
XS
SM
MD
LG