ایراني چارواکي د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې پر بنسټ د خپلو ژمنو د کمولو خبر ورکوي او وايي، غواړي د یورانیمو د غني کولو د غلظت کچه په سلو کې پنځو ته لوړه کړي.
د اټمي انرژۍ نړیواله اداره روانه اوونۍ په یوه ځانګړې غونډه کې د ایران اټمي فعالیتونه څېړي.
په جبل الطارق کې د ایران د یوې لویې تېل وړونکې بېړۍ نیول کېدو د ایران او بریتانیا تر منځ لانجه جوړه کړې ده.
د امريکا متحده ايالتونه وايي، د بريتانيا له خوا جبل الطارق ته نږدې د ايران د تېلو د يوه ټانکر د ضبط کېدو هرکلى کوي.
له لوېدیځ سره د ایران د خړو پړو شویو اړیکو په ترڅ کې پرون ایران د بریتانیا سفیر احضار کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د هغه ګواښ پر وړاندې غبرګون ښودلی دی چې وايي، د غني شویو یورانیمو کچه به یې ډېر ژر د ۲۰۱۵ میلادي کال په موافقه کې له ټاکلي اندازې زیاته شي.
د ایران د بهرنيو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ وويل، د دې هېواد د یورانیمو حد د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې له مخې له ټاکل شوي حده اوښتی دی.
د نړۍ ځواکمنو هېوادونو په ويانا کې په خپله غونډه کې ايران ته خبردارى ورکړ چې د اټمي موافقې شرايطو ته ژمن پاتې شي.
په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران په اړیکو کې کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی متحد ایالات وايي، هڅه کوي چې د ناټو غړي هېوادونه د ایران پرضد یو موټی کړي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دې هېواد پر ستر مشر ایتالله علي خامنهاي او یو شمېر نورو جګپوړو پوځي قوماندانانو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې نوي بندیزونه "ظالمانه او احمقانه" وبلل، په تېره بیا پر ۸۰ کلن مذهبي مشر چې هېڅ پلان نهلري متحده ایالاتو ته ولاړ شي.
ایران نن د سې شنبې په ورځ وویل چې د دې هېواد پر مشرانو د امریکا بندیزونه له واشنګټن سره د تل لپاره د ډیپلوماسۍ د بندېدو څرګندونه کوي.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، پر ایران به فشارونو ته دوام ورکړي او ایران به هېڅکله اټمي وسلې جوړې نهکړي.
نور راوښيه