د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې د ایران هغه ادعا تأیید کړه چې د دې هېواد د غني شویو یورانیمو کچه د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې له مخې تر ټاکل شوي حده اوښتې ده.
د ایران د بهرنيو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ وويل، د دې هېواد د یورانیمو حد د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې له مخې له ټاکل شوي حده اوښتی دی.
ده په تهران کې په یوه غونډه کې وويل، د اټمي موافقې پر اساس د غني شویو یورانيمو د زېرمو زیاتېدل د ایران حق دی.
ده همداراز وويل چې اروپايي هېوادونه ونهتوانېدل هغه ژمنې پوره کړي چې په اټمي موافقه کې يې د ایران د ګټو د خونديتوب په اړه کړې وې.
د دې موافقې پر اساس، د ایران د غني شویو یورانيمو زېرمه باید تر ۳۰۰ کیلو ګرامو زیاته نهشي.
د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې هم تأييد کړې چې د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمه تر ټاکل شوي حده اوښتې ده.
د ایران دې اقدام یو شمېر غبرګونونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوترش ویاند سټيفن دوجاریک پرون په یوه خبري غونډه کې وويل، ګوترش د ایران د دې اقدام په خاطر ډېر اندېښمن دی.
ګوترش اسلامي جمهوري ایران هڅوي چې له اټمي موافقې سره اړوندې ټولې ژمنې عملي کړي.
د موافقې ښکېل لوري هم هغو ننګونو ته د لاسرسي لپاره هڅې کوي چې ایران ورسره مخامخ دی.
د بريتانيا، جرمني، چين، روسيې او فرانسې استازو پرون د ايران له استازي سره په ويانا کې وکتل.
دوى د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون د شرايطو پر تطبيق بحث وکړ چې د ايران د يورانيمو غني کول او ذخيره کول محدودوي.
د دغو شرايطو له مخې، د ځينو نړيوالو بنديزونو د لیرې کېدو په بدل کې د ايران اټمي ظرفيتونه محدود کړاى شوي وو.
وروسته له هغې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې امريکا له اټمي تړونه ووته، پر ايرانيې د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ.