ایران نن د سې شنبې په ورځ وویل چې د دې هېواد پر مشرانو د امریکا بندیزونه له واشنګټن سره د تل لپاره د ډیپلوماسۍ د بندېدو څرګندونه کوي.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، پر ایران به فشارونو ته دوام ورکړي او ایران به هېڅکله اټمي وسلې جوړې نهکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، نړیوال ائتلاف په نړۍ کې د ترورېزم د تر ټولو لوی تمویلوونکي په وړاندې جوړوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، له ایران سره جګړه نه غواړي، خو که جګړه وشي، ورانۍ به یې دومره زیاتې وي چې تر اوسه به چا نه وي لیدلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د خپلو پخوانیو تُندو خبرو برعکس وايي، دی د ایران ډېر ښه ملګری کېدای شي.
ډېری افغانان د فوټسال د اسیايي لوبو په لړ کې د افغانستان او جاپان د فوټسال د پایلوبې لپاره انتظار باسي، کوم چې نن ماښام به د ایران په تبریز ښار کې ترسره شي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تأییدوي چې ده لومړی پر ایران د حملې امر ورکړ او بېرته یې په خپله د هغې مخه ونیوله.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له خوا د امریکايي بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو په ځواب کې پر دې هېواد پوځي بریدونه تأیید کړې وو، خو زیاتوي چې پرون شپه یې په ناڅاپي توګه بېرته لغوه کړل.
ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ایران د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په نسکورولو سره غلط کار کړی دی. ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې دا الوتکه د نړیوالو اوبو پر سر الوته.
د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا د ګواښونو د تبادلې او د مخامخ کېدو خوا ته راښکل شوې ده. امریکا وايي، جنګ نه غواړي، خو په منځني ...
د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا تور لګولی چې د عمان په خلیج کې پر یوې ناروېژۍ او یوې جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړي.
د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یو وار بیا ایران تورن کړ چې په خلیج کې یې د تیلو په ټانکرونو برید کړی.
نور راوښيه