د ایران د دولتي ټلوېزیون تر ټولو مشهوره څېره چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې يې خبریالي کړې، اوس د ټلوېزیون له پردې ګوښه کړای شوی.
د ټلوېزیون دا ویاند محمد رضا حیاتي نومېږي، حیاتي په ایران کې د دولتي ټلوېزیون د کورنیو او بهرنیو خبرونو ویاند وو.
محمد رضا حیاتي هغه کس وو چې په ۱۹۸۹م کال کې يې د ټلوېزیون له لارې د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټ ايښودونکي ایتالله روحالله خمیني د مړینې خبر هم خپور کړ.
د ایران د دولتي ټلوېزیون د دغه ویاند دنده هغه مهال وځنډول شوه چې ویېویل د شاه د وختونو د یوه سندرغاړي مینهوال دی.
۶۵ کلن حیاتي ویلي وو چې دی د انقلاب تر دورې مخکې د مشهور سندرغاړي ابراهیم حمیدي مینهوال دی. ابراهیم حمیدي په ایبي مشهوره دی چې د ایران له مشهورو سندرغاړو بلل کېږي.
ايبي په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د موسیقۍ په ډګر کې بریالی شو او په ایران کې د ۱۹۷۹م کال تر انقلاب وروسته له خپله هېواده امریکا ته او له هغه ځایه اروپا ته کډه شو.
حیاتي چې خلکیې د (خبرونو سړی) بولي، تېره میاشت پر خپله انسټاګرام پاڼه د ایبي د موسیقۍ په اړه ولیکل چې دی یې مینهوال دی.
ده ولیکل: "زه د ایبي له مینهوالو یو یم او د ایبي غږ راته د ښايسته خاطرو کلونه راپیادوي. د ده ټولې سندرې زما خوښې دي."
خو د حیاتي دا تبصره د چارواکو خوښه نهشوه. په ایران کې دولتي رسنۍ تر سانسور لاندې دي او د محافظهکارانو تر کنټرول لاندې دي چې پهکې د شاه له ۴۰ کلنې دورې سره اړوند هر څوک او هر څه په منفي توګه وړاندې کېږي.
حیاتي د ایران رسنیو ته وویل: "دوی له ماسره تماس ونیو او ویېویل چې نور به کار ته نهورځم."
د جون په اتمه نېټه حیاتي نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا ته وویل چې هیله لري دا پرېکړه به وارزول شي او دی به بېرته وکړای شي خپل کار ته دوام ورکړي.
ده وویل: "زه له هېڅچا سره ستونزه نهلرم او که خدای کول دا مسئله یوازې موقتي ده."
ایرانیانو د دې پېښې طنزیه اړخ ته کتلي چې هغه سړی د همغو لهخوا له دندې ګوښه شو چې کلونهیې سانسور کړي خبرونه وړاندې کړل، خو په پای کې په خپله د رژیم له قهر سره مخامخ شو.
د شاه د دورې ډېری سندرغاړي او د موسیقۍ د ډګر هنرمندان په ۱۹۷۹م کال کې تر اسلامي انقلاب وروسته اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي. په دوی کې د ګوګوش په نوم سندرغاړې هم شامله ده چې په علني توګهیې تر ۲،۰۰۰م کال پورې هېڅ کنسرت جوړ نهکړ، خو دا اوس د امریکا په لاس انجلس ښار کې اوسي.
ایبي د حیاتي د ګوښه کېدو په اړه پر خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل، خفه دی چې حیاتي به نور د ټلوېزیون پر پرده نهڅرګندېږي.
ده ولیکل: "اوس هم نهپوهېږم د هنرمندانو جرم څه دی؟ د ازادۍ په اړه سندرې او د خلکو خوشحاله کول جرم نهدی!