د کندهار چارواکي وايي چې د انتخاباتو د ډاډمن امنيت په هدف کې د ارغنداب په ولسوالۍ کې تصفیوي عمليات کړي ٦ تنه مخالفين يي وژلي او ١٥ تنه يي ژوندي نيولي .
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او دې انتخاباتو ته ټول کاندیدان په شدت سره د خلکو د ملاتړ د را جلبولو لپاره د خپلو عکسونو یا پوسترونو په چاپ او د خلکو په مینځ کې د غونډو په جوړو بوخت دي .
د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره په ننګرهار ولايت کې انتخاباتي مرکزونو ته د رايه پاڼو په ګډون د نورو ضروري موادو د انتقال چارې د سې شنبې په ورځ پيل شوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او دغه راز په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته تیاری ښه روان دی او هڅه کیږي چې له هرډول درغلۍ پرته ترسره شي.
د افغانستان د ولسي جرګې رئیس د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو لپاره د سلګونو جعلي کارتونو د چاپ په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. محمدیونس قانوني د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې جعلي کارتونه په انتخاباتو کې د درغلیو امکان لا زیاتوي.
د قصه خوانۍ په چاپخونو په دې ورځو کې وار نه شته. ډېرې یې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو د لویو لویو پوسټرونو او تبلیغاتي پاڼو په چاپ بوختې دي .
په سويلي حوزه کې د ټاکنو د کميسون مشر عبدالواسع الکوزي وايي چې په کندهار کې يوولس لکه کسانو نوم ليکنه کړي او د ولسي جرګې په ټاکنو کې به پنځه لکه يوڅلويښت زره کسان رايه ورکړي .
سره له دې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته څه کم دوه اوونۍ پاتې دي، د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې لاپسې زور اخلي.
د پارلماني ټاکنو د چارو د سمبالولو لپاره د د موقت انتخاباتي کارکوونکو د استخدام په بهير کې د ننګرهار ولايت د ځينو سيمو خلکو د درغليو تور پورې کړى.
په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي ارګانونه وايي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ به له ټاکل شوي پلان نه د رایې ورکولو د ډیرو مرکزونو د پرانیستلو هڅه وکړي..
د پكتيا ولايت مېرمنې وايي چې له مركز ګردېز پرته، په نورو ټولو ولسواليو او كليوالو سيمو كې هيڅ كومې ادارې مېرمنو ته د انتخاباتو په اړه بشپړ عامه پوهاوى نه دى وركړى. ويل كېږي چې اكثريت پكتياوالې مېرمنې تر دې مهاله په دې نه دي خبرې چې د ولسي جرګې انتخابات په كومه نېټه تر سره كېږي.
د کندهار څخه ولسي جرګې ته ګڼ شمېر ښځينه کانديدانې وايي که چېرې د ښار او ولسواليو د ډاډمن امنيت لپاره ګامونه پورته نه شي نو د رڼو او شفافو ټاکنو تر سره کېدل ناشوني ښکاري.
نور راوښيه