د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

په ننګرهار کې د ټاکنو په کمېسيون د درغليو تور


د شينوارو په غني خېلو ولسوالۍ کې سيمه ايزو خلکو مظاهره کړې او د ټاکنو لپاره د مامورينو د استخدام پروسه يې له درغليو نه ډکه بللې
د شينوارو په غني خېلو ولسوالۍ کې سيمه ايزو خلکو مظاهره کړې او د ټاکنو لپاره د مامورينو د استخدام پروسه يې له درغليو نه ډکه بللې
د پارلماني ټاکنو د چارو د سمبالولو لپاره د د موقت انتخاباتي کارکوونکو د استخدام په بهير کې د ننګرهار ولايت د ځينو سيمو خلکو د درغليو تور پورې کړى.

د ننګرهار ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د انتخاباتي کارکوونکو د استخدام بهير دوام لري، خو ورسره له ځينو سيمونه د درغليو رپورټونه هم ترلاسه شوي دي.

په دې ترڅ کې د شينوارو په غني خېلو ولسوالۍ کې سيمه ايزو خلکو مظاهره کړې او د ټاکنو لپاره د مامورينو د استخدام پروسه يې له درغليو نه ډکه بللې، دغه مظاهره کوونکو دغني خېلو په بازار کې د ټاکنو د کمپاين عکسونه شلولي هم دي.

د نورګلاب حقيقت په نامه يوه سيمه ايز وويل: تېره اونۍ د شينوارو سلګونو دولسم فارغانو او لېسانس وو د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکو ته ازموېنه ورکړه او تمه وه، چې که ډېر نه وي ٥٠ فيصده خوبه د شينوارو خلک په کې ومنل شي؛ خو اوس چې نتيجه اعلان شوه د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکو ان دوه تنه شينواري هم د دغه سلګونو کسانو په کتار کې بريالي نه دي شمېرلي، دلته وه چې خلک د ټاکنو د کمېسيون د کار کوونکو په درغليو پوه شول، خلکو مظاهره وکړه د کانديدانو عکسونه يې وشکول او د ټاکنو ددفتر پر ضد يې شعارونه ورکړل.

د کوټ ولسوالۍ د پوهنې مدير عسکرخان وويل، په دغه ولسوالۍ کې هم د ټاکنو لپاره د مامورينو په استخدام کې درغلي شوې دى وايي:

تېره اونۍ د کوټ ولسوالۍ د پوهنې په مديريت کې ازموېنه واخيستل شوه او اوس يې نتيجه هم په همدغه مديريت کې اعلان شوه، څرنګه چې نتيجه له درغليو نه ډکه ده، نو په دې سبب سيمه ايزو ګواښ کړى چې زما دفتر وسيزي. ده د ټاکنو د دفتر له مسوولينو نه وغوښتل چې په نتيجه کې عدالت په پام کې ونيسي.

په ننګرهار کې د ټاکنو سيمه ايز دفتر مشر ډاکټر احمدولي امين وايي، دوى د درغلۍ مخه نيولې ده. ده د يکشنبې په ماسپښين وويل: دوى خپل کارکوونکي پوره څېړلي د تقرر په وخت کې يې دوى قسمي کړي او که هره شېبه له هرې سيمې نه د هر کارکوونکي په باب د درغليو رپورټ ورکړل شي، چمتو دى، دى يې له کاره ګوښه کړي.

ځينې وايي ناکام خلک تل تورونه پورې کوي؛ خو ځينې نور وايي، سرمايه دارو کانديدانو د ټاکنو ددفتر له ځينو کارکوونکو سره د پيسو په ورکړه جوړ جاړى کړى، چې د کانديدانو نژدې کسان د مامورينو په توګه ومني؛ خو د ټاکنو د فتر دغه ډول ادعاوې په سختو ټکو ردوي.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG